دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۰۱
د مطلب کود : 262029
په افغانستان کې د جاپان سفیر د رئیس الوزرا له سیاسي مرستیال ولید/ مولوي عبدالکبیر د پراختیايي پروژو پر تطبیق ټینګار وکړ
د اسلامي امارت ویاند تیره شپه (قوس ۱۶) اعلان وکړ چې په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکاتا د سرپرست حکومت د رئیس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره وکتل. په دې کتنه کې د رئیس الوزرا سیاسي مرستيال د جايکا موسسي له خوا د زياتو پرمختيايي پروژو په عملي کولو ټينګار وکړ او له افغانستان سره يې د جاپان د بشري مرستو قدرداني وکړه.
افغان غږ خبری آژانس: ارګ تیره شپه (قوس ۱۶) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د رئیس الوزرا د دفتر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکاتا سره وکتل.
 
په دې کتنه کې د رئیس الوزرا سياسي مرستيال ددواړو هېوادونو اړيکې اوږدې او تاريخي وبللې او ويې ويل چې جاپان تل په افغانستان کې دسولې غوښتونکى دى او ددغه هېواد ۱۲.۵ میليونو ډالرو نوې مرسته چې د جاپان هیواد څخه د افغان کډوال د داوطلبانه راستنېدو لپاره ورکړل شوي دي، مننه وکړه.
 
  نوموړي وویل، اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول جاپان او نورو هغو هېوادونو سره چې د افغانستان د سولې او پرمختګ پلوي دي ښې اړیکې لري.
 
  په اعلاميه کې ويل شوي دي چې د رئیس الوزرا د دفتر سياسي مرستيال دې ته په اشارې سره چې د افغانستان خاوره به د هيڅ هېواد پرخلاف ونه کارول شي، له جاپان څخه يې له افغانستان سره د لا زياتو مرستو په تېره بيا د جايکا موسسي د پراختيايي پروژو د تطبيق په برخه کې د زياتو مرستو غوښتنه وکړه. .
 
مولوي عبدالکبیر همداراز وویل، موږ د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نارینه وو حقونو ته درناوی لرو او د افغانستان د پرمختګ لپاره له مسلکي کارکوونکو کار اخلو او هم افغانستان له ترهګرو او نشه یي توکو څخه پاکوو.
 
ده همداراز په افغانستان کې او په ځانګړې توګه په ننګرهار ولایت کې د روغتیا او کرنې په برخو کې د ډاکټر ناکامورا د فعالیتونو او دندو قدرداني وکړه.
 
په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکاتا ویلي، هېواد یې له افغانستان سره مرستو ته ژمن دی او د یوه باثباته او پرمختللې افغانستان غوښتونکی دی.
 
نوموړي وویل، جاپان له افغانستان سره په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د کرنې، پوهنې او روغتیا په برخو کې د ۱۰۶.۷ میلیونه ډالرو د بشري مرستو یوه بسته اعلان کړې ده.
 
په افغانستان کې د جاپان سفیر د ښځو د وضعیت او له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وویل چې د علم زده کړه د هر افغان حق دی.
 
نوموړي په خپلو وروستیو خبرو کې له افغانستان سره په ځانګړې توګه په لرو پرتو سیمو کې د مرستو د رسولو په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتونکی شو.
 
  هغه زیاته کړه، موږ به په بېلابېلو نړیوالو غونډو کې افغانستان ته د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړو.
 
https://avapress.com/vdcgxx9xyak93z4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته