دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۱۶
د مطلب کود : 262033
د بامیان په پوهنتون کې د ۱۳۰۰ محصلینو فراغت غونډه
د بامیان پوهنتون مسؤلینو نن پنجشنبه (قوس ۱۷) د دغه پوهنتون د څه باندې ۱۳۰۰ محصلینو فراغت ولمانځه.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د بامیان پوهنتون د چارواکو د شمېرو له مخې، سږ کال له ۷ پوهنځیو او ۳۶ څانګو څخه څه باندې ۱۳۰۰ محصلین فارغ شوی دی.
 
د فراغت مراسم به نن د نارینه محصلینو او راتلونکې دوشنبه د ښځینه محصلینو لپاره ترسره شي.
 
د بامیان لپاره د اسلامي امارت والي مولوي عبدالله سرحدي وایي، اسلامي امارت یوه آزاده ټولنه غواړي او موږ هم هڅه کوو چې ځوانانو ته د پخوا په پرتله د عصري علم د زده کړې زمینه برابره کړو.
 
د بامیان د والي په وینا، اسلامي امارت د مسلکي او متخصصینو ملاتړ کوي او هڅه کوي چې ځوانانو ته په تخصصي برخو کې د زده کړي زمینه برابره کړي.
 
مولوي حضرت محمد برهاني؛ د بامیان پوهنتون رئیس هم د دغو محصلینو فراغت یو مثبت ګام وباله او ویې ویل: له نېکه مرغه نن د بامیان ولایت له ۳۶ تحصیلي څانګو څخه ۱۳۰۰ تنه فارغ شوي او سږ کال د بامیان پوهنتون د ۲۴۰۰ څخه د زیاتو محصلینو د جذب ظرفیت لري.
 
بامیان پوهنتون اوه پوهنځي لري چې محصلین پکې په ۳۶ څانګو کې زده کړې کوي.
 
د بامیان پوهنتون یو شمېر محصلین چې نن یې له دولسمو ټولګیو فارغ شول، خو نوې اندېښنې لري.
 
دوی وايي، چې دوی او کورنۍ يې د زده کړو پر مهال له سترو مالي ستونزو سره مخ وو او تر فراغت وروسته هم د کار زمينه نه لري.
 
د جيولوجي پوهنځي يو تن محصل اکبر، افغان غږ خبری آژانس خبري اژانس ته وويل: "د پوهنتون پر مهال موږ ډېرې ستونزې درلودې، مالي ستونزې، بي کاري، په پوهنتون کې د استادانو نشتوالی او اوس چې موږ فارغ شوي یو، بیا هم اندېښمن یو.
 
خو یو شمېر کارپوهان د بې کارۍ له زیاتوالي اندېښمن دي او وايي چې په هېواد کې د کاري فرصتونو نشتوالی د بې کارۍ لامل کېږي.
 
د پوهنتون استاد او د سیاسي او ټولنیزو چارو کارپوه خلیل کوهي د افغان غږ خبری آژانس سره په خبرو کې وویل: «په تېر حکومت کې د بېکارۍ ستونزې او خپلسري ګمارنې په هېواد کې ډېر شمېر بېکاره پاتې شوي وو.
 
د هغه په ​​وينا، له بده مرغه په ​​اوسني حکومت کې له پوهنتونونو څخه پر لوستو ځوانانو ډېر باور نشته.
 
د ښاغلي کوهي په وینا، د محصلینو او کارکوونکو لپاره د کاري فرصتونو نشتوالی به د دې لامل شي چې ځوانان کډوال شي او په ګاونډیو هېوادونو کې سختو کارونو ته مخه کړي.
 
https://avapress.com/vdcbf5b5frhb0gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته