کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسلامي امارت د هند او منځنۍ اسیا هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو د ناستې هرکلی وکړ

17 قوس 1401 ساعت 15:52

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د هند او منځنۍ اسیا هیوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو د غونډې په اړه مرکه کړې او ویلي یې دي چې هیچا ته به اجازه ورنکړل شي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو په ځانګړې توګه د افغانستان د ګاونډیانو پر ضد وکاروي.


آوا - کابل: د هند، تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان، قرغزستان او د ترکمنستان د سفیرانو د ملي امنیت د سلاکارانو غونډه د سه شنبې په ورځ په نوي ډیلي کې جوړه شوه.
 
د هند او د منځنۍ اسیا هېوادونو د ملي امنیت شورا سلاکارانو په دې غونډه کې وویل چې د افغانستان خاوره باید د ترهګرو د پټنځایونو، روزنې، پلان جوړولو او تمویل لپاره ونه کارول شي.
 
دغه راز په دې کتنه کې د چابهار بندر د سیمه ایز امنیت له مهمو عناصرو څخه وګڼل شو او د دغه ترانسپورتي دهلیز لا پراختیا په افغانستان کې د بشري ناورین او د نړیوالو له خوا د افغانستان خلکو ته د بشري توکو په لیږلو کې د مهم رول له امله وګڼل شوه.
 
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت نن (پنجشنبه، قوس ۱۷) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د افغانستان اسلامي امارت د سیمې د امنیت او مصونیت په خاطر د لا ښې همغږۍ د رامنځته کولو په موخه د دا ډول غونډو د ترسره کیدو هرکلی کوي.
 
په اعلامیه کې همدا راز راغلي چې د دې غونډې د ګډې هوکړې له مخې له یوه باثباته، سوله ییز، متحد او باامنه افغانستان څخه د ملاتړ اعلان او د افغانستان ملي حاکمیت، یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا ته د درناوي او د افغانستان په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې د اصولو ستاینه کوي.
 
د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې اسلامي امارت ژمن دی او هیچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان له خاورې څخه سیمې او نړۍ ته ګواښ پېښ کړي او یا د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.
 
په اعلامیه کې همداراز ویل شوي چې اسلامي امارت د چابهار بندر د شمال-جنوب په نړیوال ترانسپورتي دهلیز کې د شاملولو وړاندیز هرکلی کوي.
 
د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې په اوسني وضعیت کې په افغانستان کې ترهګرو ته د پناه ځایونو، روزنې، پلانونو او مالي ملاتړ په اړه د اندېښنې څرګندول نامناسب کار دی.
 
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت هیله څرګنده کړې چې افغانستان ته به هم د هند او منځنۍ اسیا د ملي امنیت د سلاکارانو/ د امنیت شورا د سکرترانو په دویمه غونډه کې چې د ۲۰۲۳ کال په مې میاشت کې په قزاقستان کې جوړیږي، د ګډون بلنه ورکړل شي. د اسلامي امارت د استازو په شتون سره؛ امنیت، د انساني او نشه یي توکو د قاچاق مخنیوی، د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو رسولو او په ځانګړي ډول د بنسټیزو پروژو په تطبیق کې باید همکاري او متقابل باور رامنځته شي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته د افغانستان د ستونزو د هواري په موخه ګڼې سیمه ییزې او نړیوالې غونډې ترسره شوې، خو دغو غونډو ته د اسلامي امارت استازي نه دي بلل شوي، نو کومه اغېزه یې نه ده کړې.
 


د مطلب کود: 262038

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262038/اسلامي-امارت-د-هند-او-منځنۍ-اسیا-هېوادونو-ملي-امنیت-سلاکارانو-ناستې-هرکلی-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com