کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حنفي: د اسلامي امارت په واکمنۍ سره د فساد مخه نیول شوې ده

19 قوس 1401 ساعت 13:30

د رئيس الوزرا اداري مرستیال فاریاب ته په خپل سفر کې وویل چې د اسلامي امارت په جوړیدو سره په ټولو برخو کې شفافیت تامین شوی او د فساد، اختلاس او رشوت مخه نیول شوې ده.


آوا - مزار شریف: د رئيس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، پرون (جمعه، قوس ۱۸) په میمنې ښار کې د سیمه ییزو چارواکو او خلکو په ګډون په یوه غونډه کې وویل: چې اسلامي امارت هوډ لري ولس ته صادقانه خدمت وکړي او د پوهنې، روغتیا، لوړو زده کړو، کرنې، څښاک پاکو اوبو او سړکونو په برخو کې د ولس د غوښتنو د پوره کولو لپاره هلې ځلې وکړي.
 
د یاد وزارت د مرستیال په وینا، پخوا به د کارکوونکو معاشونه ۷۰ سلنه له بهرنۍ بودیجې او یوازې ۳۰ سلنه یې له داخلي بودیجې ورکول کېدل، خو د اسلامي امارت له جوړېدو سره د ۸۳۰ زره دولتي ماموریند داخلي بودیجې څخه تادیه کیږي.
  
حنفي زیاته کړه، د اسلامي امارت رهبر د هېواد د پرمختګ لپاره د وړاندیزونو ترڅنګ په ۳۴ ولایتونو کې ۳۴ ښوونځي هم منظور کړل، چې هر ښوونځی یې د ۱۰۰۰ زده کوونکو ظرفیت لري.
 
د رئيس الوزرا اداري مرستیال وویل: اسلامي امارت د انکشافي او زیربنایي پروژو د تطبیق، د یتیمانو او کونډو د ملاتړ، د تقاعد د معاشونو د ورکړې او د ولایتونو د متوازن انکشاف په برخه کې مهم پروګرامونه لري، چې یو په بل پسې پلي کیږي.
 
د دې غونډې په دوام کې د فارياب امنيه قوماندان نيک محمد حذيفې وويل: د فارياب په مرکز او ولسواليو کې امنيت ډاډمن دى او په دغه ولايت کې هيڅ امنيتي انديښنه نشته.
 
خو د فارياب امنيه قوماندان ټينګار کوي چې د دغه ولايت اوسېدونکي د روغتيا، پوهنې، سړک، د څښاک اوبو او د لوړو زده کړو په برخو کې جدي ستونزې لري او بايد ورته جدي پاملرنه وشي.
 
په دې کتنه کې د فاریاب ولایت یو شمېر علماوو او اوسېدونکو هم د خپلو سیمو ستونزې شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال د قوس په ١٥مه عبدالسلام حنفي د شمال د وضعيت د څېړلو په موخه بلخ او جوزجان ته ولاړ او د دغه ولايت له چارواکو سره يې خبرې وکړې او بيا فارياب ته ننوت.
 
د رئيس الوزرا اداري مرستیال دا سفر په داسې حال کې شوی، چې د هېواد د شمال اوسېدونکي د سړې هوا له راتګ سره د بې کارۍ او د اومو موادو او سون توکو د بیو له لوړېدو شکایت کوي.
 


د مطلب کود: 262082

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262082/حنفي-د-اسلامي-امارت-په-واکمنۍ-سره-فساد-مخه-نیول-شوې-ده

آوا
  https://www.avapress.com