کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سپین بولدک لاره پرانستل شو

21 قوس 1401 ساعت 14:02

د سپين بولدک لويه لار چې د سرحدي نښتي له امله تړل شوې وه، له يوې ورځې وروسته پرانيستل شوه.


آوا: د باختر خبری آژانس نن سهار د قندهار د سپین بولدک د لارې د پرانیستلو خبر ورکړ.
 
د سپین بولدک لار د یکشنبې په ورځ د اسلامي امارت او پاکستاني پوله ساتو تر منځ له خونړۍ نښتې وروسته وتړل شوه.
 
دغه نښته وروسته له هغې رامنځته شوه چې د پاکستان سرحدي ځواکونو د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره چې د يوې امنيتي پوستې د جوړولو په مقصد يې د دغې پوستې د جوړولو د مخنيوي اراده لرله نښته وکړه.
 
په دې جګړه کې د اسلامی امارت يو جنګيالي او شپږ پاکستاني اتباع ووژل شول.
 
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وايي، د دوی حکومت اسلامي امارت ته پیغام استولی چې دا ډول پېښې باید تکرار نه شي.
 


د مطلب کود: 262205

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262205/د-سپین-بولدک-لاره-پرانستل-شو

آوا
  https://www.avapress.com