دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۱۰
د مطلب کود : 262238
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت: پاکستان دې د پاروونکو اقداماتو مخه ونیسي
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د سرحدي ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د مرګونې نښتې په غبرګون کې ویلي، هڅه کوي چې د دا ډول پېښو مخه ونیسي او پاکستان هم باید د پارونکو کړنو مخنیوي ته جدي پاملرنه وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه نښته پرون له غرمې وروسته د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ او د پاکستان د چمن په سرحدي سیمو کې شوې ده.
 
پاکستاني چارواکي وايي، په دې جګړو کې شپږ تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
 
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د دې جګړې په غبرګون کې په خپل ټوېټر لیکلي: «پرون د سپین بولدک چمن پر لاره یوه زړه بوږنونکې پیښه رامنځ ته شوه چې له امله یې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله واوښته.
 
هغه زیاته کړه، د دا ډول پېښو تکرار د افسوس وړ دی او اسلامي امارت په راتلونکي کې د داسې پېښو د مخنیوي لپاره جدي هڅې کوي.
 
بلخي لیکلي، چې اسلامي امارت له پاکستان هم غواړي، چې د داسې پارونکو کړنو مخنیوي ته جدي پاملرنه وکړي، چې د تاوتریخوالي لامل کېږي او د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز کوي.
 
د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په ګډون پاکستاني چارواکو د پرونۍ حمله بدمرغه بللې او افغان سرحدي ځواکونه یې تورن کړي دي.
 
د عمران خان له لېرې کېدو او د شهباز شریف له لوړې وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي او پوځي کړکېچونه زیات شوي او کله ناکله د وسله والو نښتو لامل کېږي.
 
https://avapress.com/vdciprarvt1aqr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته