کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کار وزارت ۲۰۰۰ ماشومان چې په سختو کارونو بوخت وو راټول کړل

23 قوس 1401 ساعت 9:57

د کار او ټولنيزو چارو وزارت وايي، سږ کال دغه وزارت د کابل په واټونو کې په شاقه کارونو بوخت دوه زره ماشومان او ۱۹ زره سوالګر ماشومان راټول کړي او د سرې مياشتې رياست، يتيمانو او د دغه وزارت تخنيکي او حرفوي مرکزونو ته يې معرفي کړي دي.


آوا - کابل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس محمد یونس صدیقی له آوا سره په مرکه کې وویل: په هیواد کې څلویښت کلنه جګړه د فقر او بیکارۍ د زیاتیدو لامل شوې ده او ماشومان سخت کار ته اړ شوي دي.
 
صديقي زياته کړه، چې د دغه وزارت چارواکو د هغو فابريکو او شرکتونو خاوندان نيولي، چې له ماشومانو څخه په سختو کارونو کې کار اخلي.
 
صديقي وويل، سږ کال دغه وزارت په ښار کې د سوالګرۍ په برخه کې ١٩زره کسان راټول کړي چې له دې جملې څخه يو شمېر يې د وزارت په تخنيکي او مسلکي مرکزونو کې د مسلک په زده کړه بوخت دي.
 
صديقي په دوام وويل چې له ١٩٠٠٠ سوالګرو څخه يتيم ماشومان يتيمانو ته معرفي شوي چې په زده کړو بوخت دي.
 
د کار او ټولنيزو چارو وزارت د عامه اړيکو مشرې په دوام وويل چې د دغه وزارت له خوا په کابل کې د نجونو يو مرکز جوړ شوى چې ٥٠ يتيمې نجونې په کې ساتل کېږي.
 
په همدې حال کې ندا ​​محمد چې په کابل ښار کې د بوټانو په ګنډلو بوخت دی، وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله له مزارشریف څخه د کار لپاره راغلی دی.
 
ندا محمد وايي، پلار يې معتاد دی او د ورځې له ۱۰۰ تر ۲۰۰ افغانيو مزدوري کوي، چې د کورنۍ د لګښت لپاره يې بسنه نه کوي.
 
د يادونې وړ ده، چې په کابل ښار کې ډېرى ماشومان د جګړو، اقتصادي ستونزو او د سرپرست د نشتوالي له امله په سختو کارونو بوخت دي او دولت تر اوسه د دوى لپاره اساسي کار نه دى کړى.
 


د مطلب کود: 262284

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262284/د-کار-وزارت-۲۰۰۰-ماشومان-چې-په-سختو-کارونو-بوخت-وو-راټول-کړل

آوا
  https://www.avapress.com