کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګري ملتونه: د افغانستان وضعیت ته د نړیوالې ټولنې پام په کمېدو دی

23 قوس 1401 ساعت 12:08

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت مرستیال مارکس پوتزل خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د نړیوالو پام په کمېدو دی او دریځونه سختېږي.


آوا - کابل: یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت تېره شپه (قوس ۲۲) په یوه خبرپاڼه کې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت د مرستیال مارکس پوتزل له قوله لیکل شوی، خبرداری ورکړی چې د نړیوالو ټولنو توجه د افغانستان وضعیت ته مخ په کمیدو دی.
 
مارکس پوتزل دغه څرګندونې د ترکمنستان په پلازمېنه عشق آباد کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په ۱۲مه کلنۍ غونډه کې وکړې.
 
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر مشر زیاته کړه؛ دا ډېره مهمه ده چې افغانستان د منځنۍ اسیا د اجنډا په سر کې وی.
 
د پوتزل دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا جوړېدو څه باندې یو کال تېرېږي، خو هېڅ هېواد تر اوسه افغان حکومت په رسمیت نه ‌دی پېژندلی.
 
  تر دې وړاندې د ښځو په اړه د ملګرو ملتونو کمیسیون په خپله تازه تبصره کې په ټویټر کې لیکلي وو چې په افغانستان کې شپږ میلیونه وګړي له قحطۍ سره مخ دي چې په دوی کې ښځې زیاتې زیانمنې دي.
 


د مطلب کود: 262310

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262310/ملګري-ملتونه-د-افغانستان-وضعیت-ته-نړیوالې-ټولنې-پام-په-کمېدو-دی

آوا
  https://www.avapress.com