کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل ښاروالۍ له خوا د څه باندې زر جریبه غصب شوې ځمکې بېرته نیول

23 قوس 1401 ساعت 14:12

کابل ښاروالۍ وايي، په کابل ښار کې د غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو لړۍ پيل شوې او تر اوسه دغې ادارې د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې له زرو جريبه ډېرې ځمکې بېرته نیولي دي.


آوا: کابل ښاروالۍ وايي، په کابل ښار کې د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو لړۍ پیل شوې او تر دې دمه کابل ښاروالۍ د پلازمېنې په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰۰۰ جریبه ډېرې ځمکې بېرته نیولي دي.
 
د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی وايي، د غصب شویو ځمکو د بېرته نیولو لړۍ به دوام ولري او هغه ځمکې چې جنجال او حقوقي دوسیې لري د اسلامي امارت د قاضیانو له خوا به وڅېړل شي.
 
د کابل ښاروالۍ ویاند زیاتوي، چې کابل ښاروالۍ د سړک جوړولو د پروژو په تطبیق کې هغو ځایونو ته لومړیتوب ورکوي، چې دولتي ځمکې پکې وي.
 
کابل ښاروالۍ دا هم وايي، هغه ښاروال چې د سړک جوړونې د پروژو په ترڅ کې ځمکې تخریبېږي، په دولتي سیمو کې به مشخصې ځمکې ورکړي.
 
د پلازمېنې ښاریان هم د کابل ښاروالۍ د دې اقدام هرکلی کوي او وايي چې غصب شوې ځمکې باید تر وروستي حده بېرته ونیول شي.
 
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو شلو کلونو کې د ځمکو د غاصبینو له خوا د عامه او دولتي ځمکو غصب یو له سترو ټولنیزو ننګونو څخه دی، خو اسلامي امارت د هېواد په ټولو ولایتونو کې د غصب شویو ځمکو د بېرته نیولو لړۍ پیل کړې ده.
 


د مطلب کود: 262328

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262328/د-کابل-ښاروالۍ-له-خوا-څه-باندې-زر-جریبه-غصب-شوې-ځمکې-بېرته-نیول

آوا
  https://www.avapress.com