دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۲۶
د مطلب کود : 262341
کارپوهان: د بهرنیو دیپلوماتانو د امنیت تامین د دولت له مهمو دندو څخه دی
په کابل کې پر بهرنیو ډیپلوماټانو او اتباعو د داعش د ترهګریزو بریدونو له زیاتیدو وروسته د سیاسي چارو کارپوهان وايي چې د بهرنیو ډیپلوماټانو امنیت تامین د کوربه حکومت له مهمو دندو څخه دی، نو له همدې امله اسلامي امارت باید د بهرنیو ډیپلوماټانو د امنیت د تامین لپاره لازم تدابیر ونیسي، که نه نو د نړۍ له نورو هیوادونو سره به د اسلامي امارت اړیکې پرې شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په دې وروستیو کې داعش ډلې د روسیې پر ډیپلوماټانو، پاکستانیو او چینایی اتباعو ځانمرګی او انتحاری بریدونه کړی چې مرګ ژوبله یې هم اړولې ده.
 
په وروستۍ پېښه کې د دوشنبې په ورځ د قوس په ۲۱ مه ځانمرګي بریدګر د کابل په نوي ښار کې د یوه هوټل پر ودانۍ برید وکړ چې چینايي اتباع پکې مېشت وو. له برید وروسته د چین د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره تایید کړه چې په دغه برید کې د دوی ۵ تنه اتباع ټپیان شوي دي.
 
د سیاسي چارو کارپوه عزیزالله معارج له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې ویلي چې د بهرنیو دیپلوماتانو د امنیت تامین د کوربه حکومت له مهمو دندو څخه دی، نو اسلامي امارت باید د بهرنیو دیپلوماتانو د امنیت د تامین لپاره لازم تدابیر ونیسي، که نه نو د نړۍ له نورو هېوادونو سره به د اسلامي امارت اړیکې پرې شي.
 
نوموړي د دې په څرګندولو سره چې اسلامي امارت باید د بهرنیو دیپلوماتانو د امنیت د تامین لپاره د ځانګړو ځواکونو قطعه جوړه کړي، زیاته کړه چې د داعش په څېر ترهګرې ډلې د افغانستان له پولو بهر جوړېږي، تمویلېږي او تجهیزېږي او بیا لوی هېوادونه ترې د خپلو شومو اهدافو لپاره کار اخلي.
 
همدارنګه د سیاسي چارو کارپوه عبدالشکور سالنګي له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې ویلي، چې په تېرو وختونو کې د امنیت د کمزورتیا له امله د داعش بریدونه پر ملکي وګړو متمرکز وو، خو دا ډله پر ملکي وګړو په خپلو بریدونو کې ناکامه شوه، نو خپل تکتیک یې بدل کړ او پر بهرنیو ډیپلوماټانو یې ترهګریز بریدونه پیل کړل.
 
نوموړي وویل، اسلامي امارت باید د تروریستي ډلو په ځانګړي ډول د داعش د ځپلو لپاره جدي اقدام وکړي او زیاته یې کړه، داعش دا ځل د خپلو بریدونو د تکتیکونو په بدلولو سره د بهرنیو دیپلوماتانو په نښه کولو سره غواړي په دې کار سره دوه موخې تعقیب کړي: لومړی دا چې غواړي وښيي چې اسلامي امارت د دیپلوماتانو د امنیت په تامین کې کمزوری دی او دویم دا چې د نړۍ له هېوادونو غواړي چې په افغانستان کې پانګونه ونه کړي.
 
په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوه اسدالله ندیم له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې ویلي، چې د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو تر منځ منفي رقابت د دې لامل شوی، چې یو شمېر هېوادونه په افغانستان کې خپلې ګټې په خطر کې ویني نو دا ډول کړني کوي.
 
نوموړي د کوم هېواد له نوم اخیستو پرته زیاته کړه: هر هغه ډله چې په افغانستان کې ترهګریز بریدونه ترسره کوي، په حقیقت کې دا د هېوادونو تر منځ عملیاتي لوبه ده، ځکه یو شمېر هېوادونه د اسلامي امارت له اړیکو ناراضه دي او ګټې یې په خطر کې دي.
 
دغه سیاسي کارپوه څرګنده کړه: ناراضه هیوادونه هڅه کوي چې د اسلامي امارت په بهرني سیاست کې بدلون راولي، ځکه چې دا له دیپلوماتیکو لارو ممکنه نه ده، دوی له تروریستي ډلو په ځانګړي ډول داعش څخه په استفادې سره پر ډیپلوماټانو ځانمرګي او چاودیدونکي بریدونه ترسره کوي.
 
ښاغلي ندیم وویل، په افغانستان کې پر بهرنیو ډیپلوماټانو د داعش بریدونه ډېر سیاسي پیغامونه لري، که اسلامي امارت د دې ډول بریدونو مخنیوی غواړي، باید په خپل بهرني سیاست او تعامل کې سل په سلو کې توازن وساتي.
 
نوموړي همدا راز ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت باید د افغانستان ګټې د نورو هېوادونو له ګټو سره په داسې ډول تعادل کړي، چې ګټې یې له ګواښ سره مخ نه کړي، که نه په راتلونکي کې به ترهګریز بریدونه زیات شي.
 
په همدې حال کې په قطر کې د اسلامي امارت ویاند محمد نعیم وردګ ویلي، چې په افغانستان کې د داعش ډلې مرکزونه له منځه تللي او د هغوی وروستي پاتې شوني له منځه تلو په حال کې دي.
 
هغه زیاته کړه، له بده مرغه یو شمېر ګاونډیان له دغې ترهګرې ډلې څخه د نورو هېوادونو پر ضد د خپلو شومو سیاسی موخو لپاره د وسیلې په توګه کار اخلی او هغوی ته یې خپلې خاورې او سرچینې برابرې کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcdox0xfyt09s6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته