کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي امارت سرحدي ځواکونو له پاکستاني پوځیانو سره نښته

24 قوس 1401 ساعت 14:42

د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي او له کندهار ولایت څخه خبري سرچینې نن پنجشنبه (قوس ۲۴) خبر ورکوي چې د دغه ولایت د سپین بولدک په پوله کې د پاکستاني پوځیانو او د اسلامي امارت د سرحدي ځواکونو تر منځ نښته شوې ده.


آوا: د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي او له کندهار ولایت څخه خبري سرچینې نن پنجشنبه (قوس ۲۴) خبر ورکوي چې د اسلامي امارت د سرحدي ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ یو ځل بیا نښته شوې ده.
 
په کندهار کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، جګړه نن غرمه شاوخوا ۱۱ بجې د «افغانستان- پاکستان د دوستۍ دروازې» په «شیر آب» سیمه کې شوې او لا هم روانه ده.
 
د اسلامي امارت دغه سیمه ییز چارواکي زیاتوي چې جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې د اسلامي امارت سرحدي ځواکونو غوښتل د پولې په اوږدو کې پوسته جوړه کړي.
 
په دې جګړه کې دواړو لورو ته د اوښتو تلفاتو په اړه تر اوسه کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.
 
دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ هم د هېواد د سرحدي ځواکونو له خوا د پولې په اوږدو کې د یوې پوستې د جوړولو له اقدام وروسته د پاکستاني پوځیانو او د اسلامي امارت د سرحدي ځواکونو ترمنځ خونړۍ نښته وشوه.
 


د مطلب کود: 262398

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262398/د-اسلامي-امارت-سرحدي-ځواکونو-له-پاکستاني-پوځیانو-سره-نښته

آوا
  https://www.avapress.com