کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یوه نړیوال سازمان په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د بشري ناورین د لا خرابیدو وړاندوینه کړې ده

26 قوس 1401 ساعت 9:43

د ژغورنې نړیواله کمېټه (IRC) وايي، افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې ښايي په راتلونکي کال کې به له تر ټولو ناوړه بشري ناورین سره مخ شي.


آوا: تیره ورځ IRC خپل "د بیړنیو حالتونو کلنی لیست" خپور کړ او افغانستان یې له سومالیا او ایتوپیا وروسته د خطر او د بشري ناورین د خرابیدو هیوادونو په دریم کتګورۍ کې ځای کړ.
 
د ژغورنې نړیوالې کمېټې ویلي، چې افغانان د واک له بدلون سره لا هم له اقتصادي سقوط سره مخ دي او د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو هڅې کافي نه دي.
 
د IRC په وینا، د افغانستان نږدې ټول خلک په بې وزلۍ کې ژوند کوي او اوږد ژمی په مخکې دی، او میلیونونه افغانان د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نلري.
 
د دغې کمېټې په راپور کې وچکالي او سېلابونه د افغانستان د اقتصادي وضعیت د خرابېدو له نورو مهمو عواملو څخه بلل شوي دي.
 
د ژغورنې نړیوالې کمیټې زیاته کړې چې افغان میرمنې او نجونې به په ۲۰۲۳ کال کې د دې سختیو بار ډیر تجربه کړي.
 
دغه راز په دې وروستیو کې په افغانستان کې د جندر د برابرۍ او د ښځو د پیاوړتیا لپاره د ملګرو ملتونو دفتر ویلي چې دا مهال په دغه هېواد کې څه باندې شپږ میلیونه وګړي له قحطۍ سره مخ دي.
 
د ژغورنې نړیوالې کمیټې ویلي دي چې تر ۲۰۲۲ کال پورې به په افغانستان کې خپل کارکونکي څلور چنده کړي او په پام کې لري چې تر راتلونکي کال پورې ۸۰۰۰۰۰ کسانو ته د ګرځنده روغتیايي ټیمونو په ګډون مستقیم خدمات وړاندې کړي.
 


د مطلب کود: 262433

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262433/یوه-نړیوال-سازمان-په-۲۰۲۳-کال-کې-افغانستان-د-بشري-ناورین-لا-خرابیدو-وړاندوینه-کړې-ده

آوا
  https://www.avapress.com