دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۰۱
د مطلب کود : 262472
کارپوهان: اسلامي امارت دې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازیتوب لپاره د خلکو هیلو ته پام وکړي
وروسته له دې چې د ملګرو ملتونو د باوري کمېټې له خوا په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ د اسلامي امارت حکومت ته ونه سپارل شوه، د سیاسي چارو کارپوهان وايي چې اسلامي امارت باید د افغانستان د څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره د خلکو او نړیوالې ټولنې اساسي غوښتنو ته پام وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د اعتبار کمیټې په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ د قوس په ۲۳ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ له رایې ورکولو پرته د اسلامي امارت ته ونه سپارله. دې کمیټې موافقه وکړه چې نهه میاشتې وروسته به د اسلامي امارت د سند د صادرولو په اړه پریکړه کوي.
 
د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې ویلي: اسلامي امارت باید په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره د خلکو او نړیوالې ټولنې اساسي غوښتنو ته پام وکړي.
 
هغه زیاته کړه، د نجونو د ښوونځیو پرانیستل، بشري حقونو ته درناوی، د ښځو د حقونو تامین او ټول شموله حکومت د نړیوالې ټولنې او د افغانستان د خلکو اساسي غوښتنې دي، چې د اسلامي امارت د حکومت له لوري نه دي پوره شوې.
 
فرهادي څرګنده کړه چې اسلامي امارت د خپل یو کلن واکمنۍ په موده کې هیڅ ډول انعطاف نه دی ښودلی او زیاته یې کړه: اسلامي امارت د واک له اخیستو راهیسې د ملګرو ملتونو او د افغانستان د خلکو هیڅ غوښتنې ته پام نه دی کړی.
 
دغه سیاسي خبرګر په دې باور وو چې د اسلامي امارت چارواکي باید په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره په خپل حکومت کې اصلاحات راولي او د اتباعو حقونو او نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي.
 
خو محمد نعیم وردګ؛ په قطر کې د اسلامي امارت یوه ویاند رسنیو ته ویلي، چې ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه ناسمه پریکړه کړې، ځکه اسلامي امارت د حکومتدارۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو او د افغانستان د خلکو ټولې غوښتنې پوره کړې دي.
 
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ نه سپارل به د افغانستان د سیاسي نظام نه، بلکې زموږ د هیوادوالو د بې وزلۍ او مهاجرت لامل شي، نو د غربیانو له خوا د بشري حقونو شعار درواغ دی.
 
هغه زياته کړه، لوېديځ هېوادونه په زور په افغانستان کې خپل منزل ته نه شي رسېداى، بايد د افغانستان حالات درک کړي او بيا پرېکړه وکړي.
 
دا دوهم ځل دی چې د اسلامي امارت په اړه پریکړه په ملګرو ملتونو کې نیویارک ته د سفیر د استولو پریکړه ځنډول کیږي.
 
اسلامي امارت د ۲۰۲۱ کال د اګست په نیمايي کې په افغانستان کې واک په لاس کې واخیست، د خپلې واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې سهیل شاهین د دوی یو ویاند په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي په توګه معرفي کړ، خو دا غوښتنه یې ونه منل شوه.
 
https://avapress.com/vdciyrarrt1aq52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته