کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په شمالي سالنګ کې اور لګېدنې ۹ تنه وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي

27 قوس 1401 ساعت 11:21

د فواید عامې وزارت ویاند وايي، په شمالي سالنګ کې د اور لګېدنې له امله ۹ تنه وژل شوي او تر ۳۰ ډېر ټپیان دي او دغه لار لا هم د ترافیکو پر مخ تړلې ده.


آوا - مزارشریف: حمیدالله مصباح؛ د فواید عامې وزارت ویاند، آوا ته وویل، چې اورلګېدنه تېره شپه ۶:۳۰ بجې د تېلو په یوه ټانکر کې د اور لګېدو له امله رامنځته شوې ده.
 
د هغه په ​​وينا، لومړنۍ شمېرې ښيي، چې په دې پېښه کې ٩ تنه مړه او تر ٣٠ زيات ټپيان شوي دي.
 
د ټولګټو وزارت ویاند ټینګار کړی، چې ښايي د مړو شمېر تر دې هم لوړ شي.
 
مصباح وويل، چې ياده مرګ ژوبله د تېلو ټانکر شاوخوا د مسافر وړونکو موټرو د سوځېدو له امله رامنځته شوې ده.
 
د فواید عامې وزارت ویاند وايي، سیمې ته مرستندویه ډلې هم رسېدلې دي، خو دغه لاره لا هم د ترافیکو پرمخ تړلې ده.
 
دا په داسې حال کې ده چې د شمالي ولايتونو سلګونه مسافر وړونکي موټر د پلخمري، خانجان او دوشي بغلان ولسواليو پر لارو بند پاتې دي او د سالنګ لارې د خلاصېدو په تمه دي.
 


د مطلب کود: 262495

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262495/په-شمالي-سالنګ-کې-اور-لګېدنې-۹-تنه-وژلي-او-لسګونه-نور-یې-ټپیان-کړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com