کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي ستونزو د هواري لپاره یوه کمېټه جوړه شوه

27 قوس 1401 ساعت 15:26

د کندهار په سپین بولدک او د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د اسلامي امارت د سرحدي ځواکونو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو تر منځ له وروستیو نښتو وروسته په پاکستان کې د افغانستان د سفارت شارژدافیر وايي، چې اوس به پر ټولو پولو بندیز ولګول شي او د دواړو غاړو ترمنځ ستونزې به د "سرحدونو د ستونزو د هواري کمیټې" لخوا وڅیړل شي.


آوا - کابل: په پاکستان کې د افغانستان سفارت شارژدافیر د پاکستان او اسلامی امارت تر منځ د سرحدی ستونزو د حل په موخه د یوې کمیټې د جوړولو اعلان وکړ.
 
په پاکستان کې د افغانستان د سفارت شارژدافیر سردار احمد شکیب وايي: "دواړه خواوې چې کله په کومه سیمه کې کړکېچ رامنځ ته شي، باید د تفاهم او خبرو له لارې حل شي."
 
د سپین بولدک چمن په سیمه کې د اسلامي امارت د ځواکونو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو تر منځ له وروستیو نښتو وروسته د اسلامي امارت دغه دیپلومات وايي چې له اوس څخه به د دواړو لورو ترمنځ ټولې سرحدي ستونزې د همدې کمیټې له خوا څیړل کیږي.
 
دغه راز په پاکستان کې د افغانستان د سفارت شارژدافير د پاکستان په زندانونو کې د افغان کډوالو د احصايې د وړاندې کولو په ترڅ کې وويل: دا مهال په پاکستان کې له ٢٥٠٠ څخه زيات افغان کډوال بنديان دي. نوموړی زیاتوي چې د دغو کډوالو د خلاصون په اړه یې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزارت سره خبرې کړي دي.
 
سردار احمد شکیب وویل: "درې یا څلور میاشتې کېږي چې افغان کډوال نیول شوي او په زندانونو کې اچول شوي، د هغوی شمېر دوه زرو ته رسېږي چې ښځې، ماشومان او ناروغان او بوډاګان په زندان کې مړه شوي دي."
 
دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې په ورځ د پکتیا ولایت د سپین بولدک چمن او ډنډ پټان ولسوالۍ کې د اسلامي امارت د عسکرو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو تر منځ نښتي شوي چې په تېره یوه میاشت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دریمه سرحدي نښته ده.
 


د مطلب کود: 262514

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262514/د-افغانستان-او-پاکستان-ترمنځ-سرحدي-ستونزو-هواري-لپاره-یوه-کمېټه-جوړه-شوه

آوا
  https://www.avapress.com