کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سالنګ کې د اور لګېدنې له امله د مړو شمېر ۱۲ ته ورسید

27 قوس 1401 ساعت 16:01

د فواید عامې وزارت ویاند په سالنګ کې د اورلګېدنې د تلفاتو د زیاتوالي خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې د مړو او ټپیانو شمېر ۳۷ ته رسېدلی دی. ده وويل چې اور لګېدلى دى خو لاره لا هم بنده ده او خلک بايد سالنګ ته له تګ څخه ډډه وکړي.


آوا - مزارشریف: د فواید عامې وزارت ویاند حمدالله مصباح آوا ته وویل: د مړو شمیر ۱۲ او د ټپیانو شمیر ۳۷ ته لوړ شوی دی.
 
هغه زياته کړه، چې اور د ژغورونکو ډلو له خوا مړ شوى، خو لاره لا هم د ترافيکو پر مخ تړلې ده.
 
د فواید عامې وزارت ویاند له خلکو غوښتي چې تر راتلونکي خبرتیا پورې دې سالنګ ته له تګ راتګ ډډه وکړي.
 
اورلګېدنه تېره شپه شاوخوا ۶:۳۰ بجې په شمالي سالنګ کې د تېلو په یوه ټانکر کې له اورلګېدنې وروسته پیل شوه او بیا د ګاونډیو موټرو ته هم خپره شوه.
 
د بیرته راستنیدو د لارې نشتوالي او د شمالي سالنګ تونل بندیدو دا اور اوږد کړ چې د ژغورنې ټیمونه د شمالي تونل څخه په مخنیوي کې پاتې راغلل او د جنوبي سالنګ تونل څخه یې اقدام وکړ.
 
ويل کيږي چې ددغې پيښې مړي او ټپيان دپروان روغتون ته ليږدول شوي دي .
 
په ورته وخت کې د اورلګېدنې له امله د سالنګ د تګ او راتګ لاره تړل شوې او د دغې لارې دواړو غاړو ته سلګونه موټر درول شوي دي.
 


د مطلب کود: 262526

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262526/په-سالنګ-کې-د-اور-لګېدنې-له-امله-مړو-شمېر-۱۲-ته-ورسید

آوا
  https://www.avapress.com