دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۰۰
د مطلب کود : 262620
پاکستان ته د پیازو صادرات او د خلکو تقاضا د بیې د لوړېدو لامل شوې ده
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، بهر ته په ځانګړي ډول پاکستان ته د پیازو د زیات صادرېدو او د خلکو د تقاضا د زیاتوالي له امله د پیازو بیې لوړې شوې، خو په پام کې لري چې د دې لپاره سړې خونېجوړې کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې او مالدارۍ وزارت د عامه اړیکو رئیس او ویاند مولوی مصباح الدین مستعین افغان غږ خبری آژانس ته وویل: که څه هم سږ کال د پیازو د تولید کره احصایې په لاس کې نشته، خو تېر کال ۵۳۲۷۹۷ ټنه له ۳۰۰۲۷ هکتاره ځمکې څخه پیاز تولید شوي.
 
هغه زیاته کړه، وزارت په بېلابېلو ولایتونو کې د سړو خونو، د پیازو او پټاتي د زېرمو او د مېوو او سبزیجاتو وچولو پلانونه لري، چې په راتلونکي کې جوړېږي.
 
دي په دوام کې وويل چې دغه وزارت له مرستندويه بنسټونو سره په همغږۍ په لوګر ولايت کې د پيازو او پټاتي اته زيرمې په کار اچولې دي.
 
د کرنې او مالدارۍ وزارت د ویاند په خبره، په بېلابېلو ولایتونو کې د مېوو او سبزیجاتو د زېرمه کولو د پروژو کار دوام لري.
 
هغه زياته کړه، چې د حاصلاتو د راټولولو په موسم کې د افغانستان ډېرى پياز بهر ته صادرېدل او اوس د خلکو د غوښتنې د ډېرېدو له امله يې بيه لوړه شوې ده.
 
مستعین وويل، چې هر کال پيازو ته د خلکو اړتيا له کورنيو توليداتو پوره کېږي، خو سږ کال د تېر کال په پرتله د خلکو تقاضا ډېره شوې، چې له امله يې بيه هم لوړه شوې ده.
 
په ورته وخت کې میده ګل؛ د کابل ښار د پيازو پلورونکي وايي، چې د پخوا په پرتله د پيازو بيه لوړه شوې او اوس د کابل په بازارونو کې يو کيلو پياز په ٦٠ افغانۍ پلورل کېږي.
 
د میده ګل په وينا، سږ کال د افغانستان ډېر پياز پاکستان ته صادرېدل، چې بيه يې لوړه شوې، خو اوس له قزاقستان څخه واردېږي.
 
د يادونې وړ ده، چې افغانستان په سړه موسم کې د کافي سړو خونو د نشتوالي له امله له بهرنيو هېوادونو زيات سبزيجات واردوي، چې له امله يې په هېواد کې د سبزيجاتو بيې لوړېږي.
 
https://avapress.com/vdcdxx0xzyt0996.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته