دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۱۸
د مطلب کود : 262668
پاکستان په افغانستان کې د امریکا پر کړنو سختې نیوکې وکړې
د دغه هیواد په خیبر پښتونخوا ایالت کښې په یوه امنیتی مرکز کښې د تحریک طالبان پاکستان د ترهه ګرۍ له پیښې او یرغمل نیونې او د امنیتی مرستې لپاره د امریکې د وړاندیز په تعقیب او د یرغمل شویو کسانو سره د چلند په هکله د دفاع وزیر دغه څرګندونې وکړې. پاکستان په افغانستان کې د امریکا شتون او د هغوی د عسکرو بې کفایتۍ ته په اشارې سره، یوه مهمه پوښتنه مطرح کړې چې آیا امریکایان په افغانستان کې له ترهګرۍ او تاوتریخوالي سره د مقابلې توان لري؟ په افغانستان کې د امریکا وړتیا څه وه چې اوس پاکستان ته له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د مرستې وړاندیز کوي.
افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان د رسنیو د راپور له مخې، د دغه هیواد په خیبر پښتونخوا ایالت کښې په یوه امنیتی مرکز کښې د ترهګرو له خوا د یرغمل نیونې وروسته، د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند هغه څه ته اشاره وکړه، چې په امنیتي برخه کې د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ نږدې ملګرتیا، د یرغمل حالت سره د مقابلې لپاره پاکستان ته د امریکا د مرستې وړاندیز وکړ.
 
د بنو په ښار کې د ترهګرۍ ضد د پولیسو د مرکز د پاکولو عملیات تیره شپه د ټولو یرغمل شویو په ازادولو سره پای ته ورسیدل او په ترڅ کې یې ۲۵ ترهګر ووژل شول. یرغمل نیونکي د تحریک طالبان پاکستان سره تعلق لري او په پورته عملیاتو کې څلور امنیتي ځواکونه هم وژل شوي دي.
 
د پاکستان د دفاع وزیر د هیواد په ډیرو سیمو په تیره بیا په خیبر پښتونخوا صوبه کښې له افغانستان سره د سرحدی صوبې په توګه د ترهګرو نویو زیاتیدو ته په اشارې سره وویل: د افغانستان حالاتو په پاکستان باندې ډیر اغیز کړی او مونږ په یو پیچلی حالت کښې یو.
 
خواجه محمد آصف له اسلام اباد سره د واشنګټن د مرستې د ادعا په غبرګون کې وویل: آیا امریکایان په افغانستان کې له ترهګرۍ او تاوتریخوالی سره د مقابلې توان لری؟
 
هغه زیاته کړه: "په افغانستان کې د امریکا وړتیا څه وه چې اوس له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره پاکستان ته د مرستې وړاندیز کوي."
 
د پاکستان د پوځ ویاند نن سهار اعلان وکړ چې هغه ځای چې یرغمل نیول شوي وو، په بشپړه توګه تصفیه شوي او په دغه تروریستي عمل کې ښکیل ټول اجنټان، چې ۲۵ کسان وو، وژل شوي دي.
 
تورن جنرال احمد شریف زیاته کړه، چې ترهګر افغانستان ته د لېږدولو هڅه کېده، خو د پاکستان امنیتي ځواکونو هېڅکله د دوی غوښتنو ته غاړه نه ږدي او د یرغمل کوونکو پر وړاندې د ګډو عملیاتو پرېکړه شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcfv0d0cw6dvva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته