دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۱۴
د مطلب کود : 262676
کارپوهان: پر نجونو زده کړه بندول، خلک له حکومت څخه لیري کوي
د لوړو زده کړو وزارت له لوري د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د نجونو پر مخ د تړلو له پرېکړې وروسته د پوهنتونونو یو شمېر استادان وايي، دا ډول پرېکړي د دې لامل کېږي چې خلک له حکومت څخه لیرې شي او پر محصلینو رواني فشارونه زیاتوي او د پوهنتونونو د استادانو اقتصادي ستونزې زیاتیږي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پوهنتون استاد او د سیاسی مسایلو کارپوه سیف الرحمن ابراهیمی د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل: د پوهنتون د کورسونو ځنډول د محصلینو او استادانو لپاره د روحی او اقتصادی ستونزو لامل کیږی او همدارنګه د خصوصي پوهنتونونو و خاوندانو لپاره اقتصادی ستونزې رامنځته کوی.
 
هغه زیاته کړه، دا ډول پرېکړه به پر سرپرست حکومت د نړۍ د هېوادونو په ځانګړې توګه د امریکا د فشار لامل شي، چې د افغانستان د خلکو لپاره به منفي پایلې ولري.
 
هغه وويل چې د نړۍ له خوا د فشار راوړل به د حکومت پر سر هيڅ اغېز ونه کړي، بلکې ټول اغېز به يې پر ولس وي.
 
هغه په ​​دوام وویل چې په حکومت کې د ځینو کسانو مذهبي توجیه او د پوهنتونونو او ښوونځیو د دروازو د تړلو لامل کېدای شي.
 
په ورته وخت کې د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو کارپوه اکرم عارفي وايي چې د پوهنتونونو د دروازو تړل د دې لامل کېږي چې له حکومت سره د خلکو اړیکې پرې شي او د خلکو د ناخوښۍ لامل شي.
 
هغه زياته کړه، د انسان ژوند په مستقيم ډول له ښوونې او روزنې سره تړاو لري او سواد د انسان د ودې لامل کېږي، چې دا ډول پرېکړه د انسان له فکري ودې سره په ټکر کې ده.
 
هغه زياته کړه، که حکومت دغه کار ته دوام ورکړي، د نړۍ له هېوادونو به فشارونه او بنديزونه زيات شي، چې منفي پايلې به يې تر ډېره د افغانستان پر خلکو وي.
 
د دغه پوهنتون استاد وايي، د پوهنتونونو د دروازو د تړلو لامل د دوی د باور او فکري نظریې پر بنسټ د حکومت په رهبرۍ کې ستونزې وې.
 
دا په داسې حال کې ده چې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د تعلیق ترڅنګ له څه باندې یو کال راهیسې د نجونو ښوونځي هم د نامعلومو دلایلو له مخې تړل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcefw8wpjh8ppi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته