کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي امارت په حکومت کې د ټولو قومونو استازي شتون لري/ موږ دښمنانو ته د بی اتفاقي اجازه نه ورکوو

1 جدی 1401 ساعت 11:21

د رئیس الوزرا د دفتر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له یو شمېر شیعه شخصیتونو سره په کتنه کې وویل چې همدا اوس د شیعه ګانو په شمول د ټولو قومونو استازي د اسلامي امارت په حکومت کې په لوړه او ټيټه کچه خدمت کوي. دښمنان هڅه کوي چې افغانان سره ووېشي، خو هېڅکله به بریالي نه شي.


آوا - کابل: د لومړی وزیر دفتر تیره شپه په یوه ټوېټ کې ویلی چې د لومړی وزیر سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر د شیعه ګانو د عالي شورا له مشرتابه سره وکتل.
 
په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر له دوی څخه د مننې ترڅنګ وویل چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور او د دوی ګډ نظام اسلامي امارت دی او هر افغان حق لري چې په کې خدمت وکړي.
 
هغه زیاته کړه چې اوس د شیعه ګانو په ګډون د ټولو قومونو استازي په حکومت کې په لوړه او ټيټه کچه خدمت کوي.
 
هغه وويل چې له بده مرغه دښمنان هڅه کوي چې افغانان سره وويشي خو هيڅکله به بريالي نه شي.
 
د رئیس الوزرا د دفتر سیاسي مرستیال ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت له هر ډول تبعیض پرته د خپلو هېوادوالو خدمت کوي او د خلکو همکارۍ ته اړتیا لري.
 
په دې غونډه کې محمد علي اخلي دګډونوالو په استازيتوب وويل چې داسلامي نظام په ټينګښت سره فساد له منځه تللى، دامنيت تامين نشته او هيڅ ډول تبعيض او تعصب شتون نه لري .
 
د هغه په ​​وينا، د ټول شموله حکومت په پلمه نړۍ غواړي د تېرې ادارې فاسدې څېرې، چې خلک ورسره تجربه لري او هېڅکله نه غواړي، په حکومت کې شامل کړي.
 
دوی ډاډ ورکړ، چې د یاد کمیسیون مشرتابه او غړي له حکومت سره هر ډول مرستې او همکارۍ ته چمتو دي.
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو په وار وار ویلي چې موقت حکومت ټول شموله دی، برعکس د نړیوالې ټولنې او نورو هیوادونو په څیر چې د اوسني نظام ټول شموله د اسلامي دولت د پیژندلو یو شرط ګڼي.
 


د مطلب کود: 262716

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262716/د-اسلامي-امارت-په-حکومت-کې-ټولو-قومونو-استازي-شتون-لري-موږ-دښمنانو-ته-بی-اتفاقي-اجازه-نه-ورکوو

آوا
  https://www.avapress.com