کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په دايکنډي کې د بادامو حاصلات زيات شوي؛ کروندګر د بازار له نشتوالي شکایت کوي

1 جدی 1401 ساعت 11:27

دایکندي د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د هېواد ډېری اوسېدونکي یې د بادامو په خاطر پېژني. په دايکنډي کې سږ کال د بادامو حاصلات زيات شوي دي، خو کروندګر د بازار له نشتوالي شکایت کوي.


آوا - بامیان: د دایکنډي ولایت د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلین وايي، چې سږ کال په دغه ولایت کې د بادامو حاصلات د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیات شوي دي.
 
د کرنې ریاست د معلوماتو پر بنسټ، سږ کال په دغه ولایت کې د بادامو حاصلات څه باندې ۲۹ زره مټریک ټنو ته رسېدلي.
 
د بادامو د حاصلاتو زیاتوالی په دغه ولایت کې د بهرنیو بازارونو د نشتوالي او نورو هېوادونو ته د صادراتو د نشتوالي له امله د کروندګرو پر وړاندې له لویو ننګونو څخه بلل کېږي.
 
د دايکنډي ولايت کروندګر وايي، چې هر کال د دغه ولايت د بادامو ډېره برخه ګاونډيو هېوادونو ته صادرېده، خو سږ کال هېڅ بهرني سوداګر د دوی د بادامو پېرلو ته لېوالتيا نه ده ښودلې او مجبور دي، چې خپل محصولات د تېر په پرتله په ټيټه بيه وپلوري.
 
سږ کال په بازارونو کې د اووه کيلوګرامه بادامو بيه شاوخوا ٧٥٠ افغانۍ ده، په داسې حال کې چې په تېرو کلونو کې تر ١٨٠٠ افغانيو پورې پلورل کېده، چې دا شمېر شاوخوا يو نيم چنده کموالى ښيي.
 
د دايکنډي ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئيس مولوي شيراحمد رفيع، آوا ته وويل، چې په دايکنډي ولايت کې ٢١ ډوله بادام شته، چې تر ټولو ټيټه بيه يې په ٤٠٠ افغانۍ پلورل کېږي.
 
د دایکندي ولایت د کرنې رئیس وايي، د دایکندي د بادامو محصولاتو ته د بازار موندنې هڅې روانې دي.
 
د دايکنډي ولايت يو تن بزګر جميل آوا ته وويل: "سږکال د بادامو حاصلات ښه وو.
 
نوموړی د اسلامي امارت څخه غواړي چې د بادامو د محصولاتو د خرڅلاو او صادراتو زمینه برابره کړي.
 
بادام، چې تر ټولو مهم کرنیز محصول دی، د دایکندي ولایت د کروندګرو د عاید لویه برخه جوړوي، خو سږ کال کروندګر د بازار له نشتوالي او د بادامو د ټیټې بیې له امله شکایت کوي.
 


د مطلب کود: 262718

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262718/په-دايکنډي-کې-د-بادامو-حاصلات-زيات-شوي-کروندګر-بازار-له-نشتوالي-شکایت-کوي

آوا
  https://www.avapress.com