دخپریدو نیټه :جمعه ۲ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۳۴
د مطلب کود : 262756
متقي: په افغانستان کې بشري مرستې باید سیاسي نه شي
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقی په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ماموریت څخه وغوښتل چې د دوی غږ او د افغانانو ننګونې منعکس کړي او ټینګار یې وکړ چې په افغانستان کې بشري مرستې باید سیاسي نه شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ماموریته وغوښتل چې د افغانانو غږ او ننګونې منعکس کړي او ټینګار یې وکړ چې په افغانستان کې بشري مرستې باید سیاسي نه شي.
 
متقي دغه څرګندونې پرون (چهارشنبه) په هغه سيمينار کې وکړې چې د بهرنيو چارو وزارت د بشري حقونو، نړيوالو چارو او ښځو چارو رياست له خوا د يوناما د بشري حقونو د څانګې په همکارۍ د بېلابېلو وزارتونو کارکوونکو ته د معلوماتو ورکولو په موخه جوړ شوى و.
 
داسلامي امارت دبهرنیو چارو سرپرست وزیر په افغانستان کې دبشري ناورین او بې وزلۍ زیاتوالي ته په اشارې سره وویل چې دا داسلامي امارت مسوولیت نه دی بلکې د نړۍ دټولو هیوادونو مسوولیت دی.
 
دغه سیمینار د اسلامي امارت د بهرنیو چارو په وزارت کې د اتو وزارتونو او له ۳۰ څخه د زیاتو نړیوالو موسسو چې د بشري حقونو په برخه کې کار کوي په شتون سره د یوې ورځې لپاره جوړ شو.
 
د یادولو وړ ده چې په هیواد کې د اسلامي امارت په بیا تاسیس سره د هیوادوالو اقتصادي وضعیت د خرابیدو په حال کې دی.
https://avapress.com/vdcdkx0x9yt0956.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته