کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړو د ځنډولو لپاره د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست څلور دلایل

2 جدی 1401 ساعت 11:41

د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د تړل کېدو څلور لاملونه په ګوته کړل او ویې ویل، چې په همدې لاملونو پوهنتونونو ته د نجونو تګ مناسب نه دی، بلکې دوی د اسلامي شريعت مطابق د نجونو تعليم ته ژمن دی.


آوا - کابل: په دې مرکه کې مولوی ندا محمد ندیم وویل چې په پوهنتونونو کې د نجونو د لیلیې شتون او له محرم پرته له لرې واټن څخه د هغوی تګ راتګ د ښځینه محصلینو پر مخ د پوهنتونونو د تړلو لومړی لامل دی.

د ښځینه محصلینو له خوا د حجاب نه مراعتول او په ځینو پوهنتونونو کې د نارینه او ښځینه محصلینو ترمنځ اختلاط، نصاب او د انجینرۍ او کرنې په څانګو کې د نجونو شتون، چې "د دوی د عزت او کرامت لپاره مناسب نه دی" درې نور لاملونه دي.
 
هغه ژمنه وکړه چې د اسلامي شریعت له مخې د نجونو تعلیم ته ژمن دی.
 
د اسلامي امارت د پوهنې سرپرست وزیر هم له بهرنیو هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د سه شنبې په ورځ د قوس په ۲۹مه د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست یو مکتوب لاسلیک کړ چې له مخې یې په پوهنتونونو کې د نجونو زده کړه تر بل خبرتیا پورې وځنډول شوه.
 
دغه اقدام له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شو.


د مطلب کود: 262757

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262757/په-پوهنتونونو-کې-د-نجونو-زده-کړو-ځنډولو-لپاره-اسلامي-امارت-لوړو-وزارت-سرپرست-څلور-دلایل

آوا
  https://www.avapress.com