کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

" راځئ چې دا خاوره پریږدو" تر سرلیک لاندې د نوي صهیونیسټي غورځنګ تاسیس

3 جدی 1401 ساعت 16:30

د اسلامي جهاد د غورځنګ یوه مخکښ غړي په نیواکي فلسطین کښې د نوي صهیونیسټي غورځنګ د رامینځته کیدو اعلان وکړ چې ټول په ګډه له دې خاورې ووځو تر سرلیک لاندی دي.


آوا: د اسلامي جهاد د غورځنګ یو مشر محمد شلح وايي، د عبراني ورځپاڼې معارف د «راځئ چې ټول په ګډه دا خاوره پریږدو» په نوم د صهیونیسټي غورځنګ د رامنځته کیدو خبر ورکړ. د دغه غورځنګ مشران د مردچای کهانه په شمول د جنایتکارانو یوه ډله ده چې پخوا یې له ټولې نړۍ څخه صهیونیسټان فلسطین ته راوستل.
 
هغه دې ته په اشارې سره چې دغه نوی رامینځته شوی غورځنګ اوس له فلسطینه بهر د بیرته ستنیدا د تکامل ځای دی او دا هغه څه دی چې د فلسطین مقاومت له کلونو راهسې د ترلاسه کولو کوشش کوی .
 
شلح څرګنده کړه چې مردچه په امریکا کښې د خپلې ځمکې یوه لویه برخه د صهیونیسټي مهاجرینو لپاره په فلسطین کښې د هغو میشت ځایونو په شان د استوګنې د کمپلکسونو د جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده.
 
د اسلامي جهاد د غورځنګ لوړرتبه غړي څرګنده کړه چې د مقاومت د حملو شدت د بیرته ستنیدو بهیر ګړندی کوي. هغه په ​​ټول هیواد کښې د فلسطین له خلکو هم وغوښتل چې خپلو حملو ته شدت ورکړی او د مقاومت د ډلو په لیکو کښې شامل شی.
 


د مطلب کود: 262812

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262812/راځئ-چې-دا-خاوره-پریږدو-تر-سرلیک-لاندې-د-نوي-صهیونیسټي-غورځنګ-تاسیس

آوا
  https://www.avapress.com