کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پوتزل په افغانستان کې د لویدیځو هیوادونو د سفارتونو د بیا پرانستلو غوښتنه وکړه

5 جدی 1401 ساعت 11:37

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي مرستیال مارکس پوتزل ویلي، جرمني او نور لویدیځ هېوادونه باید په کابل کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي.


آوا - کابل: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي مرستیال مارکس پوتزل د المان له انډیټوریل شبکې سره په خبرو کې ویلي چې آلمان او نور لویدیځ هیوادونه باید په کابل کې خپل سفارتونه بیرته پرانیزي.
 
پوتزل چې له ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې یې په افغانستان کې د سفیر په توګه دنده ترسره کړې، همدا راز زیاته کړه چې زما غوښتنه له لویدیځو هېوادونو څخه دا ده چې دلته دې یو ځل بیا خپل استازي ولیږي.
 
پوتزل وویل چې د لویدیځ حضور کولای شي د افغانستان د وضعیت ارزونه اسانه کړي.
 
نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې دا باید هېر نه شي، چې جرمني او نور لویدیځ هېوادونه په افغانستان کې ګټې لري.
 
هغه زیاته کړه چې د اسلامي امارت په رسمیت پیژندل باید د سفارتونو له پرانیستلو سره یو ځای نه شي.
 
د هغه له نظره؛ لوېدیځ هېوادونه په یوه باثباته افغانستان کې لېواله دي چې هلته د داعش د خپرېدو مخه ونیول شي او د کوکنارو کښت کم شي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د پخواني حکومت له نسکورېدو سره غربي هېوادونو په کابل کې خپل سفارتونه وتړل او خپل کارکوونکي يې له افغانستانه وایستل.
 


د مطلب کود: 262893

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262893/پوتزل-په-افغانستان-کې-د-لویدیځو-هیوادونو-سفارتونو-بیا-پرانستلو-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com