کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال:

اسلامي امارت د ښځو د تعلیم مخالف نه دی، د نجونو پر مخ د پوهنتون د دروازو د تړلو ستونزه به ژر حل شي

5 جدی 1401 ساعت 13:35

د رئیس الوزرا سیاسي چارو مرستیال مولوي عبدالکبیر د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې له پلاوي سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې افغانستان په بېلابېلو برخو کې ژمنو کارکوونکو ته اړتیا لري او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت د ښځو د تعلیم مخالف نه دی او دا ستونزه به ژر پای ته ورسیږي.


آوا - کابل: د ارګ تیره شپه په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې د رئیس الوزرا سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې له مشر قاضي ګل رحمان او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
 
په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر له دوی څخه د مننې ترڅنګ وویل چې افغانستان او اسلامي امارت د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هر افغان حق لري چې خپل نظر او مشوره وړاندې کړي.
 
د رئیس الوزرا د دفتر سیاسي مرستیال زیاته کړه چې اسلامي امارت د ښځو د تعلیم مخالف نه دی او هڅه کوي چې دغه ځنډ ژر تر ژره پای ته ورسوي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم په یوه رسمي اعلامیه کې ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته امر کړی و، چې تر بل خبرتیا پورې د ښځینه محصلینو زده کړې وځنډوي.
 
مولوي عبدالکبیر وویل، افغانستان په بېلابېلو برخو کې ژمن کدرونو ته اړتیا لري او ډاډ یې ورکړ چې د کدرونو نظریاتو او وړاندیزونو ته به جدي پاملرنه وشي.
 
له بلې خوا د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې رهبري د ریښتیني اسلامي نظام د ټینګښت لپاره د افغانانو هیله منلې او ویلي یې دي چې د اسلامي نظام د ټینګښت او ثبات لپاره له اسلامي امارت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
 
دوی زیاته کړه، چې په دې سختو شرایطو کې یې د لوړو زده کړو په برخه کې پانګونه کړې، څو خلک سواد او هېواد ته پرمختګ ورکړي.
 
د دې اتحادیې مشرتابه غوښتل چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي او په دې برخه کې یې خپل وړاندیزونه او مشورې شریکې کړې.
 
دوی همدا راز ویلي، چې له پوځي او سیاسي بریا وروسته د افغانستان لپاره اړینه ده، چې په اقتصادي او علمي برخو کې رښتینې خپلواکي او پر ځان بسیا شي.
 


د مطلب کود: 262905

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262905/اسلامي-امارت-د-ښځو-تعلیم-مخالف-نه-دی-نجونو-پر-مخ-پوهنتون-دروازو-تړلو-ستونزه-ژر-حل-شي

آوا
  https://www.avapress.com