دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۳۲
د مطلب کود : 262923
کاظمي قمي په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست او د ولسمشر د ځانګړي استازي دنده پر غاړه لري
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت وايي، حسن کاظمي قمي د افغانستان په چارو کې د ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه د خپل اوسني مسوولیت په ساتلو سره، په کابل کې د دغه هېواد د سفارت مشر دی.
افغان غږ خبری آژانس - تهران: په تیرو اونیو کښې او مخکې له دې چې حسن کاظمی قمی په کابل کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د لوړرتبه ډیپلوماټ په توګه په کار پیل وکړی، په دې هکله مختلفې څرګندونې وشوې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې کاظمي قمي اوس هم د افغانستان په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی دی، چې د خپل اوسني مسوولیت په ساتلو سره یې په کابل کې د ایران د سفارت مشري هم په غاړه اخیستې ده.
 
هغه د کاظمي قمي په اړه دوې اوونۍ مخکې د وزارت څرګندونو ته په اشارې سره وویل: هغه وخت خبرونه ناسم وو او هغه مهال مو ټینګار کاوه چې هغه اوس هم د افغانستان په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی دی او پر دې موضوع ټینګار کوو.
 
کنعاني څرګنده کړه: د ښاغلي امینیان د ماموریت د پای ته رسیدو له امله، ښاغلی کاظمي قمي په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت مشر دی او دغه ماموریت تعقیبوي.
 
د هغه په ​​وينا، دوه اونۍ وړاندې په کابل کې د ايران د سفارت د سرپرستۍ موضوع د اداري پروسې له مخې بشپړه شوې نه وه، خو د دې پروسې له بشپړېدو سره به ښاغلی کاظمي قمي دغه دوه ماموريتونه پرمخ يوسي.
 
په همدې حال کې کاظمي قمي کابل ته له خپل سفر وروسته د یکشنبې په ورځ د افغانستان د اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو سره د خپل نوي ماموریت په لړ کې لومړنۍ کتنې وکړې. پرون یې په کابل کې د ایران د پخواني سفیر بهادر امینیان او همدارنګه د دغه سفارت د مرستیال په حضور کې د رئیس الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا برادر او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل.
 
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند هم د افغانستان په پوهنتونونو کښې د انجونو د تعلیم د ځنډولو په اړه د یوې بلې پوښتنې په ځواب کښې د دغه وزارت په رسمي دریځ باندې چې مخکې اعلان شوی وو، ټینګار وکړ او وویل: په افغانستان کې د زده کړې په برخه کې یاد شوي خنډونه باید افغان نجونو او ښځو ته د لوړو زده کړو په مرکزونو او پوهنتونونو کې برابر شي.
 
په دې وروستیو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ښځو د چارو مرستیالې اعلان وکړ چې دوی چمتو دي له افغان نجونو په پوهنتونو د جذب په برخه کې ورسته وکړي.
 
https://avapress.com/vdcj88e8tuqemhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته