کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کوکنارو د کښت د مخنيوي هوډ شتون لري

5 جدی 1401 ساعت 15:46

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته په هېواد کې د کوکنارو کښت منع دی او هیچا ته یې د کښت اجازه نه ورکول کېږي.


آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وایی، د کوکنارو د کښت مخنیوی د نشه یی توکو پر وړاندې د دغه وزارت د مبارزې یوه برخه ده.
 
ښاغلي تکور ویلي (د کورنیو چارو وزارت له یوه کال راهیسې د مخدره موادو د کښت او قاچاق په برخه کې جدي مبارزه کوي او په راتلونکي کې هم د دې ناوړه پدیدې د مخنیوي لپاره ژمن دی.
 
په همدې حال کې په هېواد کې د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته د هلمند ولایت یو شمېر کروندګر د کوکنارو پر ځای د پنبې د کښت د زیاتوالي خبر ورکوي.
 
د هلمند بزګران له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي.
 
په داسې حال کې چې د اسلامي امارت چارواکي په هېواد کې د نشه يي توکو په کښت او قاچاق کې د پام وړ کموالی اعلانوي، له دې وړاندې ځینو نړیوالو بنسټونو ویلي وو چې افغانستان لا هم د نشه يي توکو د کښت او قاچاق په برخه کې په لومړي سر کې دی.
 


د مطلب کود: 262929

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262929/د-کوکنارو-کښت-مخنيوي-هوډ-شتون-لري

آوا
  https://www.avapress.com