کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایلیوټ ناورین امریکا د یخ او واورو په خاوره بدله کړه

8 جدی 1401 ساعت 16:30

په امریکا کې د طبیعي ناورین او ژمي توفان "ایلیوټ" ټول هیواد د یخ او واورو په خاوره بدل کړی او په امریکا کې یې ژوند په عملي توګه ګډوډ کړی دی. تر اوسه د دغه توپان له امله لږ تر لږه ۳۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. وېره ده چې د قربانیانو شمېر به یو ځل بیا زیات شي.


آوا: په امریکا کې د «ایلیوټ» په نوم ژمنی توفان یوه اونۍ تیر شوی او د امریکایی رسنیو په وینا، د هیواد په ځینو برخو کې د تودوخې درجه منفی ۴۰ درجو ته راښکته شوې ده.
 
د وروستیو راپورونو له مخې د دغه توپان او یخنۍ له امله لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي دي. ځینو امریکايي رسنیو د قربانیانو شمېر تر ۴۰ ډېر ښودلی دی.
 
د دویچه ویله په حواله ویل کیږي چې «ایلیوټ» په نیویارک ایالت کې په یوه ورځ کې ۱۳ کسان وژلي دي. چارواکي او ژغورونکي ویره لري چې د دې توپان له امله به د مړو شمیره نوره هم لوړه شي.
 
په امریکا کې د دې ژمي توپان ابعاد او د هغې پایلې تر اوسه بې ساري دي. د هوا اخطارونه چې په دې برخه کې امریکايي بنسټونو اعلان کړي، هدف یې د امریکا د ۶۰ سلنه نفوس په اړه دي.
 
د کارپوهانو په وینا، په ځینو مواردو کې دا خطر شتون لري چې ښاریان به په څو دقیقو کې له کور څخه وتلو وروسته د یخ وهلو سره مخ شي.
 


د مطلب کود: 263106

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263106/د-ایلیوټ-ناورین-امریکا-یخ-او-واورو-په-خاوره-بدله-کړه

آوا
  https://www.avapress.com