کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له اسلامي امارت سره د تعامل لپاره د شیعه علماوو شورا له دریځه د تقلید چارواکو ملاتړ

10 جدی 1401 ساعت 13:31

د افغانستان د شیعه علماوو شورا وايي، په هغه غونډه کې چې د دې شورا مشرانو د تقلید له چارواکو، مخورو او په ایران کې مېشتو افغان علماوو سره کړې، له اسلامي امارت سره د تعامل لپاره د شیعه علماوو د شورا له دریځه ملاتړ وکړ.


آوا - کابل: د شیعه علماوو شورا غړی سید حسین عالمي بلخی له آوا سره په مرکه کې وویل: د شیعه علماوو شورا مشرانو د اهل بیت علیهم السلام د مجلس له عمومی منشی آیت الله رمضانی، ایت الله فضلي بهسودي، آیت الله موحدی نجفی، آیت الله اعرافی، د مدرسې عمومي رئیس او د حجت الاسلام والمسلمین شهرستاني، د ایت الله سیستانی استازی، ایت الله شیخ جواد لنکراني او آیت الله امیني بامیاني سره وکتل، دوی له اسلامي امارت سره د تعامل په اړه د شیعه علماوو شورا د دریځ ملاتړ کړی دی.
 
هغه زیاته کړه، ټولو مشرانو د هېواد د اوسنیو پېښو او د اوسنیو حالاتو په اړه د افغانستان د شیعه علماوو شورا د هوښیارانه دریځ او اعتدال او له برنامو څخه په کلکه مننه او ستاینه وکړه.
 
عالمي بلخي دغه راز په دغه کتنه کښې چې د شيعه علماو د شورا غړو له ايت الله مصطفوي سره لرله، د افغانستان د شيعه علماو د شورا له دريځ څخه د ملاتړ په ترڅ کښې د شيعه ګانو د وحدت او يووالي په ټينګښت باندې تاکيد وکړ او د افغانستان سختو اقتصادي حالاتو ته په کتو سره لازمه ده چې د علماؤ کرامو، سوداګرو او مرستندویه موسسو څخه د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه شیعه ګانو ته جدي پاملرنه وکړي او د هغوی ملاتړ وکړي تر څو د خلکو اقتصادي ستونزې راکم شي.
 
د يادونې وړ ده چې د افغانستان د اوسنيو حالاتو په اړه په بهر کې په تېره بيا د مشهد، قم او نجف اشرف په مدرسو کې د شيعه تقليد د سترو مقاماتو ترمنځ د اختلافي خبرونو د خپرېدو له امله د افغانستان د شيعه علماو شورا په مشرۍ يو هيئت وټاکه. د علماوو د سرتاسري شورا د مرستيال محمد اکبري په مشرۍ، د هېواد د اوسنيو حالاتو د بيانولو او د شورا د فعاليتونو د څرګندولو په موخه، ايران او عراق ته استول شوى دى.
 


د مطلب کود: 263145

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263145/له-اسلامي-امارت-سره-د-تعامل-لپاره-شیعه-علماوو-شورا-دریځه-تقلید-چارواکو-ملاتړ

آوا
  https://www.avapress.com