دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۴
د مطلب کود : 263244
اسلامي امارت د کانونو په سکتور کې د شفافیت او له فساد سره مبارزې ته ژمن دی
د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور اعلان وکړ چې کانونه ملي سرمایه ده او اسلامي امارت د افغانستان د کانونو په سکتور کې د شفافیت او له فساد سره مبارزې ته ژمن دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور اعلان کړی چې کانونه د هیواد ملی سرمایه ده او اسلامی امارت د افغانستان د کانونو په سکتور کې د شفافیت او له فساد سره مبارزې ته ژمن دی.
 
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هم ویلي چې د افغانستان د کاني زیرمو اغېزمن مدیریت او ساتنه د کانونو وزارت له لومړیتوبونو څخه ده.
 
دلاوري زياته کړه چې د افغانستان د کانونو غير قانوني استخراج تل له هغو ستونزو څخه دى چې دغه هيواد د تيرو حکومتونو او د اسلامي امارت په دوره کې ورسره مخامخ شوى دى او په دغه هيواد کې د کانونو په غير قانوني استخراج کې لاس لري.
 
بايد يادونه وشي چې په تېرو شلو کلونو کې د هېواد ډېری کانونه د زورواکو له خوا استخراج شوي او د دې ملي سرمايې پيسې د څو زورواکو جيبونو ته تللې، خو اوس اسلامي امارت د غير قانوني کانونو د مخنيوي اعلان کوي.
 
https://avapress.com/vdcgtw9xtak93x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته