دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۵
د مطلب کود : 263370
مجاهد: پاکستان دې له بې اساسه او پارونکو څرګندونو ډډه وکړي
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني چارواکو وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې له اسلام آباد څخه غوښتي، چې له بې اساسه او پارونکو څرګندونو ډډه وکړي، چې د هیڅ لوري په ګټه نه وي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون (جدی ۱۳) په یوه خبرپاڼه کې له پاکستانه غوښتي چې له بې اساسه او پارونکو څرګندونو ډډه وکړي.
 
مجاهد ویلي، چې اسلامي امارت د پاکستان په ګډون له ټولو هېوادونو سره د ښه ګاونډیتوب ښې اړیکې غواړي، خو د اسلام اباد د چارواکو څرګندونې د اسلامي امارت لپاره د افسوس لامل دی.
 
مجاهد ټینګار کړی، لکه څنګه چې اسلامي امارت د هېواد امنیت او ثبات ته ژمن دی، د ټولې سیمې امنیت او ثبات غواړي او په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
 
د حکومت ویاند یو ځل بیا ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به نه یوازې د پاکستان بلکې د کوم هېواد پر ضد کارول کېږي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو ادعا کړې وه، چې د تحریک طالبان پاکستان یا "ټي ټي پي" اډې د افغانستان په خاوره کې دي او پاکستان چې کله وغواړي، پرې بریدونه کوي.
 
https://avapress.com/vdcguw9xzak93w4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته