دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۲۴
د مطلب کود : 263444
اسلامي امارت له نړۍ سره په خپلو ټولو ژمنو عمل کوي
اسلامي امارت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې کابل له نړۍ سره پر خپلو ټولو ژمنو عمل کوي او داسې کوم سند نشته، چې د افغانستان خاوره دې د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د ویاند مرستیال تېره ورځ (جدی ۱۴) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند د نویو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې کابل له نړۍ سره پر خپلو ټولو ژمنو عمل کوي.
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال زیاتوي، داسې شواهد نشته چې د افغانستان خاوره دې د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي هم ویلي: د هیواد ټوله خاوره د اسلامي امارت د ځواکونو په ولکه کې ده او داسې کوم شواهد او اسناد نشته چې وښيي زموږ په هیواد کې د نورو هیوادونو پر ضد عمل او فعالیت ولري.
 
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر سرپرست حکومت د خپلو ژمنو په نه عملي کولو تورن کړی دی.
 
نېډ پرائس په دې باور دی چې اسلامي امارت تر اوسه نه دی توانېدلی چې افغانستان ته د ترهګرو ډلو د ګواښونو د مخنیوي په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.
 
خو د سیاسي چارو کارپوه کامران امان وايي، چې اسلامي امارت خپل ټول مسوولیتونه ادا کړي او تر نن ورځې پورې یې د ګاونډیو او نورو هېوادونو پر وړاندې هېڅ ډول سرغړونه او د امنیت ضد اقدام نه دی کړی.
 
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د دوشنبې په ورځ د تحریک طالبان پاکستان له بریدونو وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د دغه هېواد د ملي امنیت شورا په غونډه کې کابل له دغې ډلې په ملاتړ تورن کړ چې د کابل له توند غبرګون سره مخ شو.
 
https://avapress.com/vdci5par5t1aq52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته