کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي امارت اقتصادي مرستیال په کنړ کې د ناکامورا د اوبو له پروژې څخه لیدنه وکړه

17 جدی 1401 ساعت 11:17

د اسلامي امارت ویندوی کنړ ولایت ته د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د سفر او د ناکامورا له پروژو څخه د لیدنې خبر ورکړی دی.


آوا: نن سه شنبه (جدي ۱۷) ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ملا برادر د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور له سرپرست او د دې ډلې د کورنیو چارو له سرپرست وزیر په دی سفر کې ملګري دي.
 
نوموړي د کونړ سیند څخه د لیدنې تر څنګ د ناکامورا لخوا جوړ شوي کانالونه حیاتي وبلل او په هغه ولایت کې یې د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو ته د چارو د ښه والي په موخه لارښوونه وکړه.
تیتسو ناکامورا یو جاپانی تبعه و چې د خپل ژوند او مسلک ډیره برخه یې د افغانانو د ژوند ښه کولو ته وقف کړې وه.
 
نوموړی په ۲۰۱۹ کال کې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې په یوه وسله وال برید کې ووژل شو. ناکامورا د یوې جاپاني خیریه موسسې (PMS) مشر و چې د ننګرهار ولایت په ګډون یې په افغانستان کې د اوبو او ځنګلونو د مدیریت د پروژو ملاتړ کاوه. هغه په ​​خپله خوښه په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د اوبو لګولو ګڼې پروژې طرحه او تطبیق کړې، چې سلګونه زره خلک یې له بې وزلۍ وژغورل.
 


د مطلب کود: 263481

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263481/د-اسلامي-امارت-اقتصادي-مرستیال-په-کنړ-کې-ناکامورا-اوبو-له-پروژې-څخه-لیدنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com