کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د مرکزي بانک له خوا له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د نغدي مرستو د ځنډولو خبر رد شو

18 جدی 1401 ساعت 15:22

د هېواد مرکزي بانک د یوې اعلامیې په خپرولو سره له افغانستان سره د بشري مرستو ځنډول رد کړي او هغه یې ناسم بللي دي.


آوا: په دې وروستیو کې له افغانستان سره د بشري مرستو د ځنډولو په اړه د مرکزي بانک د ویاند په حواله راپورونه خپاره شول.
 
مرکزي بانک نن یکشنبه (جدی ۱۸) په یوه خبرپاڼه کې دغه راپورونه له حقیقته لرې وبلل.
 
مرکزي بانک زیاته کړه چې د هر هغه اصولي اقدام ستاینه کوي چې هیواد ته بهرنۍ اسعار راوړي او په ټولنه کې له اړو کسانو سره مرسته کوي.
 
تر دې دمه د ۴۰ میلیونو ډالرو په ارزښت ۲۱ کڅوړې او د ۳۲ میلیونو ډالرو په ارزښت له ۳۰ زیاتې کڅوړې افغانستان ته رسېدلي دي.
 
د مرکزي بانک د شمېرو له مخې په افغانستان کې د اسلامي امارت له تسلط وروسته د نړیوالې ټولنې د نغدي مرستو مجموعي اندازه څه باندې یو میلیارد او ۷۹۳ میلیونه ډالرو ته رسېږي.
 
د ۴۰ میلیون ډالرو وروستۍ نغدي کڅوړه د قوس په ۲۳ د چهارشنبه په ورځ هیواد ته ورسیده.
 
په دې موده کې، د پیسو کڅوړو ته د رسیدو خبر نشته؛ په داسې حال کې چې پخوا به هره اونۍ د ۴۰ میلیونو ډالرو په ارزښت یوه یا دوه کڅوړې کابل ته راتلې.
 
د بشردوستانه مرستو د بندیدو مسئله په داسې حال کې راپورته کیږي چې اسلامي امارت په بشري موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی دی. دې کار نړیوال غبرګونونه راپارولي او ځینو مرستندویه موسسو خپل فعالیتونه بند کړي دي.
 


د مطلب کود: 263554

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263554/د-مرکزي-بانک-له-خوا-افغانستان-سره-نړیوالې-ټولنې-نغدي-مرستو-ځنډولو-خبر-رد-شو

آوا
  https://www.avapress.com