کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تر اوسه له کابل ښار څخه ۲۴ زره ۲۷۶ سوالګر راټول شوي دي

19 جدی 1401 ساعت 11:59

د رئیس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال وايي، د سوالګرو د راټولولو کمېټې تر اوسه له ټول کابل ښار څخه ۲۴ زره او ۲۷۶ سوالګر راټول کړي او دا لړۍ روانه ده.


آوا - کابل: د رئیس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال نن دوشنبه (جدی ۱۹) په یوه ټویټ کې لیکلي چې د سوالګرو د راټولولو کمېټې تر یوې ورځې وړاندې له ټول کابل ښار څخه ۲۴ زره ۲۷۶ سوالګر راټول کړي دي.
 
په دغو ټويټونو کې ويل شوي، چې له دې ډلې ۱۱۶۰۲ يې ښځې، ۹۷۲۷ يې ماشومان او ۲۹۴۷ يې لویان دي.
 
د سوالګرو د راټولولو کمیټې زیاته کړه چې ماشومان او یتیم سوالګر له بایومتریک وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته معرفي کیږي او د یاد وزارت له خوا ورته د زده کړې زمینه برابریږي.
 
د سوالګرو د راټولولو کمېټه وايي، چې له مستحقو سوالګرو سره به نغدي مرسته هم وشي.
 


د مطلب کود: 263577

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263577/تر-اوسه-له-کابل-ښار-څخه-۲۴-زره-۲۷۶-سوالګر-راټول-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com