دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۱۳
د مطلب کود : 263631
افغانستان ته د کډوالو راستنېدل؛ د غزني والي: هیوادوال دې په هېواد کې پاتې شي، ستونزې به ژر حل شي
په غزني ولایت کې یو شمېر کورنۍ او خلک چې د جمهوري ریاست له سقوط وروسته ګاونډیو هېوادونو ته تللي؛ په هېواد کې د نسبي سولې له راتګ سره دوی دغه ولایت ته راستانه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې چارواکي له هېوادوالو غواړي چې په هېواد کې پاتې شي او د افغانستان په پرمختګ کې ونډه واخلي.
افغان غږ خبری آژانس - غزني: په داسې حال کې چې په افغانستان کې نسبي امنیت ټینګ شوی، د غزني والي اسحاق اخندزاده له خلکو غوښتي چې په خپل هېواد کې پاتې شي او د هجرت فکر ونه کړي. ځکه د وخت په تېرېدو سره به د افغانستان اقتصادي ستونزې حل شي.
 
له بلی خوا؛ د غزني یو شمېر اوسېدونکي له ایران او پاکستان څخه هېواد ته د خپلو خپلوانو د راستنېدو له پرېکړې خبر ورکوي. افغانستان ته یو تن راستون شوی حفیظ الله له یوه ګاونډي هیواد څخه د خپل راستنیدو په اړه افغان غږ خبری آژانس ته وویل: پنځه میاشتې وړاندې د ښه ژوند په موخه یوه ګاونډي هیواد ته مهاجر شوم، خو هلته ډیر ګراني او اقتصادي ستونزې وې.
 
حفیظ الله دا مهال په غزني ښار کې خیاطي کوي. هغه وايي، په افغانستان کې د ایران په پرتله ډېر وسایل او توکي ارزانه دي او له همدې خیاطۍ څخه د ژوند څرخ پر مخ ځي.
 
دغه هېوادوال له نورو هېوادوالو غوښتي چې که په افغانستان کې د ژوند شرايط مناسب وي د کډوالۍ په اړه فکر نه کوي.
 
یو بل تبعه ناصر چې د پاکستان له کویټې څخه تازه راستون شوی دی هم په دغه هیواد کې د سختو او ګرانو ستونزو خبر ورکوي او په دې اړه یې افغان غږ خبری آژانس ته وویل: په کوټه کې د کور کرایه ډیره لوړه ده. په دې ډول چې د یوې خونې کرایه ۱۵۰۰۰ کلداره ده او له بلې خوا کار نشته؛ دده په وینا؛ په افغانستان کې د کور کرایه د پاکستان په پرتله ارزانه ده.
 
د يادونې وړ ده، چې د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته له هېواد څخه د اتباعو د هجرت بهير زيات شوى او په زرګونو اتباع هم لوېديځو هېوادونو ته تللي او ډېرى يې ګاونډيو هېوادونو ته تللي دي.
 
https://avapress.com/vdcgww9xqak9334.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته