دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۴۵
د مطلب کود : 263650
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت او د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت ترمنځ د حج د چارو تړون لاسلیک شو
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزارت سره د ۱۴۰۱ کال د حج د چارو لومړنی تړون لاسلیک کړ
افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه هوکړه لیک د دوشنبې په ورځ د جدی د میاشتې په ۱۹ مه نېټه د حج او اوقافو وزارت د عمومی ادارې او مالیې رئیس مولوی عبدالولی حقانی له خوا د سعودی عربستان د حج له وزیر سره لاسلیک شو.
دغه راز د حج او اوقافو وزارت دغه چارواکي سعودي عربستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت له معين عبدالفتاح مشاط سره وکتل او د حج او اوقافو وزارت ترمنځ يې د همکاريو او د حج په اړوندو مسايلو خبرې وکړې.
سږ کال د اسلامي امارت د یو شمېر دولتي چارواکو په ګډون له ۱۳۵۰۰ څخه زیات حاجیان د حج د مراسمو د ترسره کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي، په داسې حال کې چې په تېرو کلونو کې د افغانستان د حج د فریضې کلنۍ برخه ۳۰ زره تنو ته رسېده.
په همدې حال کې سعودي عربستان د دوشنبې په ورځ (جدی ۱۹) اعلان وکړ چې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله له درې کلن بندیزونو وروسته سږ کال د حج د حاجیانو شمېر محدود نه دی.
د سعودي عربستان د حج او عمرې وزیر توفیق الربیعه په ریاض کې خبریالانو ته وویل چې د کرونا ویروس له خپریدو مخکې به د حاجیانو شمیر بیرته هغه کچې ته ورسیږي.
په ۲۰۱۹ کال کې شاوخوا ۲،۵ میلیونه کسانو د حج په مراسمو کې ګډون کړی و، خو له هغه وروسته په دوو کلونو کې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د حاجیانو شمېر په بې ساري ډول کم شو. په ۲۰۲۲ کې، شاوخوا ۹۰۰۰۰۰ حاجیان مکې او مدینه ته د حج لپاره تللي وه.
د کرونا ویروس د خپریدو په وخت کې د حج په مراسمو کې سعودي عربستان د حاجیانو د ګډون لپاره شرطونه وضع کړي وو: د حاجیانو عمرونه باید له ۶۵ کلونو څخه کم وي، د کوویډ-۱۹ واکسین ولري او د هغوی د کوویډ - ۱۹ ازموینه هم باید منفي وي.
د یادولو وړ ده چې حج واجب، د اسلام له پنځو رکنونو څخه دی او ټول هغه مسلمانان چې د حج کولو مالي توان ولري باید په خپل ژوند کې لږ تر لږه یو ځل حج وکړي.
 
https://avapress.com/vdchmxniv23n--d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته