کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سالنګ لویه لار د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه

24 جدی 1401 ساعت 12:13

د فواید عامې وزارت نن شنبه (جدی ۲۴) د سالنګ لویه لار د ټرافیکو پر مخ پرانیسته او له موټر چلوونکو یې وغوښتل چې ترافیکي قوانین مراعات کړي.


آوا - کابل: د دغه وزارت د چارواکو په وینا، د سالنګ لویه لار تېره شپه د ټرافیکو پر مخ پرانیستل شوه او موټر چلوونکي کولای شي د ترافیکي قوانینو په رعایت سره تګ راتګ وکړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې پرون (جمعه، جدی ٢٣) د فوايد عامې وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د سالنګ لويه لار د مسافرو د ځاني او مالي زيانونو د مخنيوي په موخه؛ د ترافیکو پر مخ تړل شوی دی.
 
دغه وزارت زیاته کړه چې په سالنګ کې هوا ډېره سړه ده (د سانتي ګراد منفي ۳۲ درجې) او له مسافرو یې غوښتي چې تر بل خبرتیا پورې دې پر دې لویه لاره تګ راتګ نه کوي.
 


د مطلب کود: 263776

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263776/د-سالنګ-لویه-لار-ترافیکو-پرمخ-پرانیستل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com