کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سړې هوا په کندهار کې درې تنه وژلي دي

26 جدی 1401 ساعت 14:55

د کندهار ولایت چارواکي خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې د یخنۍ له امله درې تنه مړه شوي دي.


آوا - کندهار: د کندهار د والي ویاند حاجي زید په وینا، په دې وروستیو کې د سختې یخنۍ له امله درې تنه چې روغتیايي حالت یې ښه نه وو، مړه شوي دي.
 
هغه وايي، چې يو تن د ډيورنډ کرښې ته څېرمه تر واورو لاندې راښکته شوى او مړ شوى، يو بل کس، چې له ٨ کلونو راهيسې د دغه ولايت د دامان ولسوالۍ په يوه جومات کې اوسېده، د سختې يخنۍ له امله مړ شوى او بل يې د دولسمې ناحيې اړوند دى.
 
په همدې حال کې د کندهار د عامې روغتيا رياست وياند ډاکټر عبدالمنان کاکړ وايي، چې دغه رياست د سړې له څپې سره د مقابلې لپاره بشپړ چمتووالى لري او د کندهار په ټولو ولسواليو کې د يخنۍ له امله د ټولو ناروغانو درملنه کېږي. .
 
کاکړ زیاتوي، چې د یخنۍ د ستونزې د هواري لپاره د دغه ولایت په ټولو سیمو او ولسوالیو کې ګرځنده ټیمونه جوړ شوي او د دې سړې څپې پر مهال د دې ولایت له ټولو اوسېدونکو سره مرستې کوي.
 
په همدې حال کې د کندهار اوسېدونکی بشير سادات د کندهار د عامې روغتيا له رياست څخه مننه کوي او وايي چې د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست له خدمتونو راضي دى او وايي چې دې رياست ډېر خدمات وړاندې کړي او ډېر خلک يې له يخنۍ څخه ژغورلي دي.
 


د مطلب کود: 263893

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263893/سړې-هوا-په-کندهار-کې-درې-تنه-وژلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com