کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي امارت د رهبرۍ لخوا د کار او ټولنیزو چارو او ټول ګټو وزارتونو نوي رئیسان معرفي شول

27 جدی 1401 ساعت 9:42

د اسلامي امارت مشر ملا هبت الله اخندزاده ملا عبدالمنان عمري د کار او ټولنیزو چارو وزارت د نوي رئیس او ملا محمد عیسی ثاني د ټولګټو وزارت د سرپرست په توګه معرفي کړي دي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون دوشنبه د جدی ۲۶ مه د دغه خبر په خپرولو سره ویلي چې ملا عبدالمنان عمري تر دې وړاندې د ټولګټو چارو سرپرست وزیر او ملا عیسی ثاني د انرژۍ او اوبو مرستیال و.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت مشر د حکومت د کابینې د چارواکو په کچه بېلابېل بدلونونه راوستي دي.
 
دوه ورځې وړاندې د اسلامي امارت رهبري هیئت په یوه بل حکم کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مخکنی رئیس ملا عبدالولي سارنوال د پېښو پر وړاندې د مبارزې په وزارت کې د ترافیکو د همغږۍ د مرستیال په توګه وټاکه. مولوي محمد فقیر د امر بالمعروف وزارت د مسلکي او پالیسي مرستیال په توګه وټاکه.
 


د مطلب کود: 263909

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263909/د-اسلامي-امارت-رهبرۍ-لخوا-کار-او-ټولنیزو-چارو-ټول-ګټو-وزارتونو-نوي-رئیسان-معرفي-شول

آوا
  https://www.avapress.com