دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۳۳
د مطلب کود : 263930
د افغانستان کرکټ بورډ له پاکستان سره د دوستانه لوبو د ترسره کولو غوښتنه وکړه
د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې سره د لوبې لغوه کولو وروسته د دغه هېواد کرکټ بورډ له پاکستانه غوښتي چې د افغانستان له کرکټ ملي لوبډلې سره لوبې وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان له کرکټ بورډ سره په تماس کې هیله څرګنده کړې چې د دغه هیواد لوبډله به په راتلونکې مارچ میاشت کې د افغانستان له لوبډلې سره د دریو یو ورځنیو لوبو لړۍ ترسره کړي.
 
د پاکستان کرکټ بورډ ویلي چې د افغانستان کرکټ بورډ په غوښتنه به بیا کتنه وکړي.
 
ټاکل شوې وه چې د افغانستان او اسټرالیا لوبډلو ترمنځ درې یو ورځنۍ لوبې راتلونکې مارچ میاشت کې ترسره شي، خو د اسټرالیا کرکټ بورډ په افغانستان کې د ښځو پر تعلیم، کار او ورزش د اسلامي امارت د بندیزونو په اعتراض کې لغوه کړې.
 
د هېواد د کرکټ بورډ د مطبوعاتي څانګې مسئول عبدالله پکتیاوال وايي، د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئیس میرویس اشرف د هند، سریلانکا او یو شمېر نورو هېوادونو د کرکټ بورډونو له رئیسانو سره هم وکتلي.
 
https://avapress.com/vdcipparut1aq32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته