کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان له اسلامي امارت سره تعامل د افغانستان د خلکو په ګټه ګڼي

27 جدی 1401 ساعت 16:45

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د یو ټویټ په خپرولو سره له اسلامي امارت سره خبرې اترې د افغانستان د خلکو په ګټه وبللې.


آوا - نړیوال خدمتګار: نوموړي نن (سه شنبه، جدی ۲۷) په یوه ټویټ کې لیکلي«موږ پوهیږو چې له کابل سره تعامل به د افغانستان د خلکو په ګټه وي.
 
له دې مخکې هم پاکستاني چارواکو په افغانستان کې د اسلامي امارت له حکومت سره پر خبرو ټینګار کړی دی. داسې حکومت چې تر اوسه په رسمي توګه نه دی پیژندل شوی.
 
پاکستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د اسلامي امارت سره نږدې اړیکې لري.
 


د مطلب کود: 263948

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263948/پاکستان-له-اسلامي-امارت-سره-تعامل-د-افغانستان-خلکو-په-ګټه-ګڼي

آوا
  https://www.avapress.com