دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۵۲
د مطلب کود : 263981
د قم د مدرسې علما او زده کوونکي د افغانستان د شیعه علماو د شورا له دریځونو ملاتړ کوي
د قم ولایت دیني عالمانو، د مدرسو زده کوونکو او افغان کډوالو د افغانستان د شیعه علماوو د شورا له اعتدال او هوښیارۍ څخه د خپل بشپړ ملاتړ د اعلانولو په ترڅ کې له دغې شورا څخه وغوښتل چې د خلکو د اساسي حقوقو د تر لاسه کولو پورې په جدي او اعتدال سره کار وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: د قم مدرسې علماو او زده کوونکو یوه بیانیه خپره کړې او لیکلی یې دی: د قم او نجف د سترو مقاماتو په منظورۍ سره، د افغانستان د شیعه علماوو شورا اعتدال او هوښیارانه چلند څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلانوی.
 
په دغه بیانیه کې ټینګار شوی چې افغانستان په دې حساس او خطرناک حالت کې او له څلویښتو کلونو کړاوونو، جګړو، اشغال او ناامنیو وروسته او د متوازن پرمختګ او همغږي د ترلاسه کولو لپاره متقابل عمل، خبرو اترو او تفاهم ته اړتیا لري او دیني ارشاداتو او مشترکاتو ته اړتیا لري.
 
په دغه بیانیه کښې د قم د مدرسې علماوو د افغانستان کډوالو د ټولنې له مختلفو طبقو سره د خبرو اترو له امله د شیعه علماو له شورا څخه مننه وکړه او له دغې شورا یې وغوښتل چې په جدی او اعتدال سره د خلکو د اساسی حقوقو د تر لاسه کولو لپاره اقدام وکړی.
 
په قم کښې مېشتو افغان عالمانو همدارنګ د افغانستان د شیعه علماو د شورا او د افغانستان د خلکو ترمېنځ په نږدې اړیکو او په ټول افغانستان کښې په تېره بیا د مرکز په خلقو باندې د پخوانیو ګوندی اختلافاتو له امله د رامنځته شویو فشارونو د هواری په زمینه کښې د دغه اړیکو په پیاوړتیا ټینګار وکړ.
 
په دغه اعلاميه کې ويل شوي دي چې د شيعه علماوو شورا به په بهر کې د کډوالو په منځ کې د مدني سازمانونو په جوړولو سره تل له هغوى سره په تماس کې وي او د خپلو فعاليتونو په وړاندې کولو سره به په بهر کې د کډوالو ترمنځ د غلط فهمۍ مخه ونيسي.
 
د قم د عالمانو شورا په دغه بیانیه کښې په هیواد کښې د بهرنیانو د شل کلن شتون او د لویدیځ کلتوری یرغل ته په اشارې سره د افغانستان د شیعه علماو له شورا وغوښتل چې د دغو مشکلاتو د کمولو لپاره هلې ځلې وکړی.
 
د دغې اعلامیې په پای کې ټینګار شوی چې تمه ده د علماوو شورا به د خپلمنځي همغږۍ د رامنځته کولو او د اختلاف له عواملو سره په هوښیارۍ سره چلند وکړي.
 
د یادولو وړ ده چې د افغانستان د شیعه علماوو شورا لوړ پوړي پلاوي ایران او عراق ته سفرونه کړي او د قم او نجف له والیانو او د عراق د حکومت له لوړ پوړو سیاسي چارواکو سره یې لیدلي او خبرې اترې کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcevx8wzjh8poi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته