کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سمنګان، فاریاب او تخار کې د یخنۍ له امله تر ۲۰ زرو ډېر څاروي له منځه تللي

29 جدی 1401 ساعت 10:18

د سمنګانو، فارياب او تخار د کرنې رياست چارواکي د يخنۍ له امله د ٢٠٨٨٩ څارويو د منځه تلو خبر ورکوي.


آوا - مزارشریف: د تېرې اونۍ سختې یخنۍ د انساني مرګ ژوبلې ترڅنګ د څارویو د منځه تلو او کروندګرو ته یې هم ډېر زیانونه اړولی دی.
 
په شمالي ولایتونو کې له جوزجان وروسته سمنګان تر ټولو ډېر څاروي له لاسه ورکوي، چې د دغه ولایت د کرنې رئیس وايي، په دغه ولایت کې ۱۰۶۵۳ پسونه، وزې او غواګانې مړه شوي دي.
 
د سمنګان ولایت د کرنې رئیس حبیب الرحمن وقاص نن (پنجشنبه، جدی ۲۹) آوا ته وویل چې د درانه زیانونو سربېره د دغه ولایت ۴۰ سلنه مالداران د خوراکي موادو له کمښت سره مخ دي چې له امله یې د له منځه تلو خطر هم زیاتېږي.
 
وقاص وويل، چې په دې ولايت کې د وروستۍ سړې هوا له امله ١٦٥٣ چرګان هم مړه شوي دي.
 
دغه راز د فارياب د کرنې رياست مرستيال نور الهدا متوکل هم له آوا سره په خبرو کې په دغه ولايت کې د وروستۍ سړې هوا له امله د ۶۲۳۶ څارويو د له منځه تللو خبر ورکړ.
 
د تخار د کرنې ریاست د مالدارۍ مدیر هدایت الله قادري هم آوا ته وویل: د تېرې اوونۍ د سړې هوا له امله په تخار کې څه باندې څلور زره څاروي له منځه تللي دي.
 
هغه زياته کړه، چې د يخنۍ له امله ٥٠٤٦ وزې او پسونه له منځه تللي دي.
 
د تخار د کرنې رئیس په وینا، تر ټولو زیات مالدارانو ته د دغه ولایت په غرنیو ولسوالیو کې زیانونه اوښتي، چې خلک یې د واورې او یخنۍ له پاره چمتو نه وو او څاروي یې په څړځایونو کې څرېدل.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې په جوزجان کې تر ۱۶۰۰۰ ډېر څاروي او په سرپل او کندز کې تر ۵۰۰۰ ډېر څاروي د وروستۍ یخنۍ له امله مړه شوي دي.
 


د مطلب کود: 264012

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264012/په-سمنګان-فاریاب-او-تخار-کې-د-یخنۍ-له-امله-تر-۲۰-زرو-ډېر-څاروي-منځه-تللي

آوا
  https://www.avapress.com