دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۹ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۸
د مطلب کود : 264012
په سمنګان، فاریاب او تخار کې د یخنۍ له امله تر ۲۰ زرو ډېر څاروي له منځه تللي
د سمنګانو، فارياب او تخار د کرنې رياست چارواکي د يخنۍ له امله د ٢٠٨٨٩ څارويو د منځه تلو خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د تېرې اونۍ سختې یخنۍ د انساني مرګ ژوبلې ترڅنګ د څارویو د منځه تلو او کروندګرو ته یې هم ډېر زیانونه اړولی دی.
 
په شمالي ولایتونو کې له جوزجان وروسته سمنګان تر ټولو ډېر څاروي له لاسه ورکوي، چې د دغه ولایت د کرنې رئیس وايي، په دغه ولایت کې ۱۰۶۵۳ پسونه، وزې او غواګانې مړه شوي دي.
 
د سمنګان ولایت د کرنې رئیس حبیب الرحمن وقاص نن (پنجشنبه، جدی ۲۹) افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې د درانه زیانونو سربېره د دغه ولایت ۴۰ سلنه مالداران د خوراکي موادو له کمښت سره مخ دي چې له امله یې د له منځه تلو خطر هم زیاتېږي.
 
وقاص وويل، چې په دې ولايت کې د وروستۍ سړې هوا له امله ١٦٥٣ چرګان هم مړه شوي دي.
 
دغه راز د فارياب د کرنې رياست مرستيال نور الهدا متوکل هم له افغان غږ خبری آژانس سره په خبرو کې په دغه ولايت کې د وروستۍ سړې هوا له امله د ۶۲۳۶ څارويو د له منځه تللو خبر ورکړ.
 
د تخار د کرنې ریاست د مالدارۍ مدیر هدایت الله قادري هم افغان غږ خبری آژانس ته وویل: د تېرې اوونۍ د سړې هوا له امله په تخار کې څه باندې څلور زره څاروي له منځه تللي دي.
 
هغه زياته کړه، چې د يخنۍ له امله ٥٠٤٦ وزې او پسونه له منځه تللي دي.
 
د تخار د کرنې رئیس په وینا، تر ټولو زیات مالدارانو ته د دغه ولایت په غرنیو ولسوالیو کې زیانونه اوښتي، چې خلک یې د واورې او یخنۍ له پاره چمتو نه وو او څاروي یې په څړځایونو کې څرېدل.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې په جوزجان کې تر ۱۶۰۰۰ ډېر څاروي او په سرپل او کندز کې تر ۵۰۰۰ ډېر څاروي د وروستۍ یخنۍ له امله مړه شوي دي.
 
https://avapress.com/vdca6ynuu49niw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته