کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پل سوخته له شلو کلونو وروسته د روږدو کسانو څخه پاک شو

29 جدی 1401 ساعت 10:58

د تیرو شلو کلونو په اوږدو کې پل سوخته چې د نشه یي توکو د پلورونکو او روږدو کسانو لپاره خوندي ځای ګرځیدلی وو د اسلامي امارت له لوري د روږدو او نشه یي توکو له پلورونکو پاک شو.


آوا - کابل: له شلو کلونو وروسته د چهار شنبې په ورځ (جدی ۲۸) د کابل امنیه قوماندانی په یوه بې ساري اقدام کې د نشه‎يي توکو د روږدو کسانو او د نشه‎يي توکو د پلورونکو څخه پل سوخته پاک کړ.
 
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، پل سوخته په بشپړه توګه له روږدو کسانو پاک شوی او ټول روږد کسان د درملنې لپاره ځانګړو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
 
ده وويل چې په تېرو څو ورځو کې د کابل ښار له بېلابېلو سيمو څخه په نشه يي توکو شاوخوا زر تنه روږد راټول او روغتونونو ته لېږدول شوي، څو په سړه هوا کې يې ژوند له خطر سره مخ نه شي.
 
ځدراڼ زياته کړه چې د کابل په نورو سيمو کې هم په نشه يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو لړۍ دوام لري او هغه ځايونه چې نشه يي توکي پلورل کېږي هم له منځه وړل شوي دي.
 
د کابل یو تن اوسیدونکې محمد داوود نبوي آوا ته وویل چې د اسلامي امارت له لوري په نشه یي توکو د روږدو کسانو راټولول یو ښه او د قدر وړ کار دی، ځکه په نشه یي توکو روږدو کسان روغتیايي، امنیتي او ټولنیز ستونزې جوړې کړې وې.
 
هغه زياته کړه، چې د نشه يي توکو له کاروبار څخه جنايي ډلې بډايه کېږي او کاروونکي يې په حتى ډول غلا، وژنې او لوټماري کوي.
 
د کابل دغه اوسېدونکی وايي، کله ناکله د پل سوخته لاندې د نشه يي توکو د پلورونکو له خوا ځوانانو ته په وړيا ډول هيرويين ورکول کېږي، څو ترې ګټه واخلي.
 
په ورته وخت کې د اسلامي امارت مسؤلینو د سوالګرو د راټولولو د بهیر په بریالیتوب سره په دې وتوانید چې د پل سوخته په نشه يي توکو د روږدو کسانو له وجود څخه پاک کړي.
 


د مطلب کود: 264018

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264018/پل-سوخته-له-شلو-کلونو-وروسته-د-روږدو-کسانو-څخه-پاک-شو

آوا
  https://www.avapress.com