دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۹ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۲۶
د مطلب کود : 264020
له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت د وروستۍ سړې هوا له امله د ۷۰ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی
د اسلامي امارت له طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې، په وروستیو ورځو کې د سختې یخنۍ له امله لږ تر لږه ۷۰ تنه مړه او ۷۰ زره څاروي له منځه تللي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت له طبیعی پیښو سره د مبارزې وزارت تاییدوی چې په وروستیو ورځو کې په افغانستان کې د سړې هوا له امله لږ تر لږه ۷۰ کسان او ۷۰ زره څاروی مړه شوی دی.
 
د دغه وزارت چارواکو نن الجزیرې ته وویل، چې تېره اوونۍ په دغه هېواد کې ۷۰ کسان او ۷۰ زره څاروي خپل ژوند له لاسه ورکړي دي.
 
د بادغیس، هرات، نیمروز، فاریاب، جوزجان، سمنګان، فاریاب، سرپل، غور، بدخشان، دایکندي، هرات او نورو ولایتونو سیمه‌ییزو سرچینو هم د یخنۍ له امله د انسانانو او حیواناتو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
 
د اسلامي امارت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکو هم ویلي، چې په تېرو دوو اونیو کې د افغانستان ډېری ولایتونه د "غیر معمولي" سړې هوا شاهدان دي، چې له امله یې په غور ولایت کې د تودوخې تر ټولو ټیټه درجه منفي ۳۳ درجې ثبت شوې ده.
 
خو د اسلامي امارت د هوا پېژندنې رئیس محمد نسیم مرادي ویلي: سږنی ژمی په وروستیو کلونو کې تر ټولو سړه ژمی دی.
 
بل خوا د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې د وژل شویو کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
 
په دې خبرپاڼه کې راغلي دي: اړوندو ادارو او مسئولينو ته لارښوونه شوې چې له زيانمنو شويو کورنيو سره هر څومره چې ممکن وي مرسته وکړي او له خپلو ټولو امکاناتو څخه کار واخلي څو د نورو زيانونو مخه ونيول شي.
 
https://avapress.com/vdcj8xe8yuqemyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته