دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۹ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۴۰
د مطلب کود : 264029
په نیمروز کې زر موټر چلونکو ته جواز سیرونه وېشل شوي دي
د نيمروز ولايت چارواکي وايي، چې د روان کال په ترڅ کې د دغه ولايت شاوخوا زر موټر چلوونکو ته له روزنيز کورس او په ازموينه کې تر برياليتوب وروسته د موټر چلولو جوازونه وېشل شوي دي. دوی په دې باور دي، چې د موټر چلوونکو له ترافيکي قوانينو سره اشنا کول به ترافيکي پېښې کمې کړي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د نیمروز ولایت د ترافیکو مدیر مولوی سمیع الله جبیر وایی، چې د روان کال په ترڅ کې به د ترافیکو مدیریت له لوری د روزنیزو کورسونو له پای ته رسولو وروسته کابو یو زرو کسانو ته د موټر چلولو جوازونه ورکول شوي دي.
 
هغه زیاته کړه، جواز د موټر چلولو لپاره یو قانوني او اساسي سند دی او ټینګار یې وکړ: په دې برخه کې پوهاوی د ترافیکي پېښو په کمولو او د ښاري او د موټر چلولو د اصولو په رعایت کې اغېزمن دی.
 
د نيمروز ولايت د ترافيکو مدير هم د دغه ولايت له ښاريانو څخه وغوښتل چې د موټر چلولو په صورت کې جواز ترلاسه کړي.
 
په همدې حال کې هغه موټر چلوونکي چې له روزنيز کورس او ازموينې وروسته يې د قانوني سند ترلاسه کولو توان درلود د ترافيکو مديريت له خدمتونو او اسانتياوو څخه خوښي څرګنده کړه.
 
دوی باور لري چې د موټر چلولو اصولو او ترافیکي قوانینو پوهیدل به دوی د موټر چلولو پرمهال د احتمالي پیښو پروړاندې خوندي کړي.
 
https://avapress.com/vdcir5ar3t1aqu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته