دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۹ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۴۵
د مطلب کود : 264031
د هېواد په لوېديځ کې د پوليو ناروغي "له منځه تللې" ده
د هرات ولایت د عامې روغتیا چارواکي وايي چې له ۲۸ میاشتو راهیسې د هېواد په لویدیځ کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: په نوي کال کې د پولیو واکسین د لومړي پړاو د ښه تطبیق په موخه په هرات ولایت کې د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې غونډه جوړه شوه. د نوي کال لومړی کمپاین به د راتلونکې اونۍ د دوشنبې په ورځ پیل شي.
 
په دې کتنه کې د هرات والي شیخ نوراحمد اسلامجار د دغه ولایت د روغتیايي مسئولینو د کارونو د قدردانۍ په ترڅ کې وویل: د خوښۍ ځای دی چې هرات د پولیو له ویروسه پاک شوی دی.
 
هغه زیاته کړه: له دې سره سره باید ټولې ادارې لاس په کار شي او په بشپړه توګه د له منځه وړلو هڅې وکړي.
 
په همدې حال کې دهرات ولايت داطلاعاتو او کلتور رييس مولانا نعيم الحق حقاني ددغه رياست په هراړخيزو همکاريو ټينګار وکړ او ويې ويل: دوى به دخبريالانو او همکارو ورځپاڼو له لارې ددغې ناروغۍ په باب خلکو ته معلومات ورکړي .
 
همدارنګه د هرات د عامې روغتیا مرستیال ډاکټر محمد آصف کبیر هم وویل: اوس د هرات په ښار او ولسوالیو کې د پولیو ویروس نشته.
 
ده زياته کړه: تيرکال په هيواد کې دوه پيښې ثبت شوې وې خو له ٢٨ مياشتو راپديخوا په لويديځه حوزه کې کومه پيښه نه ده ثبت شوې .
 
د هرات د عامې روغتیا مرستیال همداراز وویل: د اسلامي امارت په راتګ سره به د هرات په ټولو سیمو کې واکسین تطبیق شي او د کمپاین کیفیت د قناعت وړ دی.
 
په دې وروستیو کې د پوهنې رئیس او د حج او اوقافو رئیس هم د پوهنې له ښوونکو او د جوماتونو له امامانو سره په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
 
ویل کیږي چې په ۲۰۲۲ کال کې په هرات کې د واکسین لس پړاوونه پلي شوي او په ۲۰۲۳ کال کې د واکسین لومړی پړاو د راتلونکې اونۍ د دوشنبې په ورځ ترسره کیږي.
 
پولیو یو له هغو لاعلاجه ناروغیو څخه ده چې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان د دغې ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي.
 
https://avapress.com/vdcbfab58rhb0gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته